لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد کې ځانمرګې چاودنه شوې، پولیس وايي درې تنه وژل شوي دي


اسلام اباد کې ځانمرګې چاودنه شوې

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ځانمرګې چاودنه شوې، پوليس وايي د يو پولیس په شمول پکې درې کسان وژل شوي دي او شپږ تنه پکې ژوبل شوي دي.

د اسلا اباد د پولیسو په وینا ځانمرګې چاودنه د جمعې په ورځ [23 دسمبر] د اسلام اباد په ايي ټېن علاقه کې د سېکورټي چېکنګ په مهال شوې ده.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله جیو ټي وي ته وویل چې د باردو نه ډک موټر د راولپنډۍ ښار نه اسلام اباد ته ننوتلو چې پولیس مشکوک وګڼلو او ویې درولو. هغه زیاته کړه چې چېرې موټر نه و ودرول شوی نو ډیر نقصان به شوی و.

د پاکستان ځايي ميډيا خبر ورکوي چې په چاودنه کې درې پوليس ژوبل شوي هم دي. خو د پېښې په ځای پوليس چارواکو مطبوعاتو سره په خبر کې وويل په چاودنه کې شپږ تنه ژوبل شوي چې پکې دوه ملکي وګړي شامل دي.

د اسلام اباد د پولیس ډي ايي جي اپرېشن سهېل ظفرچټه د پېښې په ځای مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، د لومړو معلوماتو ترمخه په ګاډي کې يو سړی او يوه ښځه سواره وو.

پولیسو ويلي، ترهګرو د يوې مودې نه پولیس په هدف کول، او اوس ترهګرو په پوليس او خلکو د حملې په غرض د ګڼې ابادۍ په علاقه کې چاودنه کول غوښته.

د پولیسو په وينا په اسلام اباد کې د امنیت دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي وو او تالاشي روانه وه پولیسو يو مشکوک ګاډی ودرولی، او د ګاډي ودرېدو سره خودکش يا ځانمرګي ځان ته الوزولی دی.

په ټيلي ويژن چېنلو ښودل کيږي چې په يو ګاډي اور لګېدلی او په مکمله توګه تباه شوی دی.

پولیس ويلي، پوليس چارواکي او نوره نفري د پېښې ځای ته رسېدلې ده. پوليس ويلي د پېښې نور جزيات به وروسته شریک کړي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په 18 دسمبر د خېبرپښتونخوا په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په بنو کې د ترهګرۍ د پېښو په سختۍ غندنه کړې او ويلي يې وو چې په ملک کې د ترهګرۍ او ګډوډۍ جوړوونکو نوغی به اوباسي.

شهباز شريف ويلي وو، ریاست به د کومې ترهګرې ډلې يا تنظيم په وړاندې ټيټ نه شي، د ترهګرو مخنيوي به د ايين او قانون د لارې کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا پوليس او ولس د امن غوښتلو د پاره اوږه په اوږه روان دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG