لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید وروسته د لټون عملیات پېل شوي دي


د امنیتي چارواکو سرچينې ويلي د امنیتي عسکرو د معمول کاروان د بنو نه میرانشاه ته روان وو چې د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې په بایي پاس سړک د کاروان تېرېدو پرمهال چاودنه وشوه

پولیس وايي د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې پرون په پوځي کاروان باندې د ځانمرګي برید وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورغلي دي او د لټون عملیات یې پېل کړي دي. په ځانمرګي برید کې د پاکستان ۲۱ پوځیان ژوبل شوي دي.

امنيتي چارواکو او پوليسو د نهې سه شنبې په ورځ د ميرعلي په بایي پاس سړک دغه حمله تاييد کړې ده. د شمالي وزيرستان د پوليس دفتر ويلي، د ابتدايي معلوماتو ترمخه دا ځانمرګی بريد وو.

د امنیتي چارواکو سرچينې ويلي د امنیتي عسکرو د معمول کاروان د بنو نه میرانشاه ته روان وو چې د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې په بایي پاس سړک د کاروان تېرېدو پرمهال چاودنه وشوه.

د سرچينې په وېنا دا ځانمرګی بريد دی او چاودنې د ځای نه د بریدکونکي سر او د وجود نورې ټکړې ترلاسه شوي دي، د سرچينې په وېنا ځانمرګي د ملېشې ځواک د ګاډي نه موټر سايکل تمبولی دی.

په سمدستي توګه د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو د سیمې یوې امنیتي سرچینې وویل تحریک طالبان پاکستان د ځان مرګي برید کوونکي عکس خپور کړی دی.

ويل شوي په پېښه کې ژوبل عسکر په ميرعلي کې د اېف سي روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون سرچینو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې روغتون ته 21ژوبل کسان راوړل شوي دي چې د ملېشې ځواک عسکر دي.

د میرعلي پولیسو په وېنا د پېښې سمدست وروسته موقعې ته په ګڼ شمېر کې پوليس لېږل شوي، علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

یوې بلې امنیتي سرچینې وویل چې په نیزدې ورځو کې د شمالي وزیرستان د حافظ ګل بهادر ډلې لخوا په میر علي او شاه خواه سیمو کې په امنیتي ځواکونو د حملو کولو خفیه مالومات یې ترلاسه کړي وو.

په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي بریدونه

سږ کال په شمالي وزیرستان کې دې برید نه وړاندې په امنيتي ځواکونو څلور نور ځانمرګي بریدونه شوي دي.

لومړی ځانمرګی بريد په 14 مې په ميرعلي کې شوی درې پوځیان او درې ماشومان پکې وژل شوي وو، دوېم ځانمرګی بريد په 29 مې په دوسلي کې شوی دوه عسکر او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي وو، درېم ځانمرګی بريد په څلورمه جولايۍ په ميرعلي کې شوی 15 پوځيان پکې ژوبل شوي او څلورم برید د اګست په اتمه میرعلي سیمه کې شوی چې پکې څلور عسکر وژل شوي وو، د دې ځانمرګي بريدونو زمه واري چا هم نه ده منلې او نه پوځ د دې زمه واري په چا ور اړولې ده.

په امنیتي عسکرو وروستي بریدونه

په عېن حال کې تیره ورځ د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې په یوه بمې چاودنه کې د پاکستان پوځ دوه عسکر وژل شوي وو.

او بیا د شپې نا وخت جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د امنیتي عسکرو په پوسته شوي برید کې دوه نور عسکر وژل شوي دي.

د شمالی او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پختونخواه په نورو قبایلي ضلعې کې په روانه ستمبر میاشت کې تر لسو زیات وسله وال بریدونه شوي چې پکې د پاکستان د پوځ بو افسر کپتان په ګډون 15 عسکر وژل شوی ددې په دوه برخې زیات نور ژوبل شوي دي.

د دغه زیاتره پېښو زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه او وخت په وخت بريدونه په داسې حال کې کيږي چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ ډز بندي روانه ده. خو د روانې ستمبر میاشتې نه تحریک طالبان په رسمي توګه د بریدونو زمه وارۍ مني.

حکومتي غبرګون

په 21 اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وو وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی وو.

بیان کې ویل شوي وو وزيراعظم شهباز شريف د د ترهه ګرۍ ملا ماتولو او د هر قسمه ترهه ګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته درناوی وړاندې کړی.

خو دې نه وړاندې د پاکستان پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د عسکرو قربانۍ ستایلې خو وویلي وو په افغانستان کې د باهرني ځواکونو وتلو ورسته د پولې دې غاړې ته ناامني سیوا شوې.

ضرب عضب عملیات

د پاکستان پوځ په کال 2014 کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم عملیات کړي، او بيا دعوه شوې وه چې سیمه د ترهګرۍ نه پاکه کړی شوې او د پوځي عملیاتو په مهال د سيمې نه د لکونو په شمېره کې کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي خو د علاقې خلک وایي د ضرب عضب عملیاتو څخه را په دې خوا د علاقې حالات د تسلۍ وړ نه دي او په هدفي پیښو کې د علاقې 500 نه زیات کسان وژل شوي چې د دغه هدفي پیښو پرضد د شمالي وزیرستان اتمانزو قامي جرګې برلت د تیرو دو میاشتو نه روان دې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG