لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د مذهب په سپکاوي تورن د عيسايي وګړي ضمانت منظور کړو


 د سپريم کورټ دوه کسيزه بېنچ د مذهب په سپکاوى د تورن عيسايي وګړي سلامت مسيح ضمانت منظور کړو
د سپريم کورټ دوه کسيزه بېنچ د مذهب په سپکاوى د تورن عيسايي وګړي سلامت مسيح ضمانت منظور کړو

د پاکستان سپريم کورټ د مذهب د سپکاوى په تور بنديوان عيسايي وګړي سلامت مسيحي ضمانت منظور کړی او ویلي یې دي چې په ملزم د مذهب د سپکاوي د تور تر ثابېتېدو ده ته تحفظ ورکول ضروري دی.

په سلامت مسيح په کال 2021 کې د لاهور د ماډل ټاون سيمې په يو پارک کې څلورو طالب علمانو د مذهب د سپکاوى تور لګولی ؤ او د دې د کال 2021 جنورۍ راهیسې د لاهور په ضلعي جېل کې قيد و.

د بشري او لږکيو د حقونو مبارزين وايي باید چې په پاکستان کې د لږکیو پرضد د مذهب دسپکاوي دقانون لاندې د بې اساسه مقدمو درج کيدو مخه ونيول شي.

په جسټس قاضي فاېز عيسا مشتمل د سپريم کورټ دوه کسيزه بېنچ د مذهب د سپکاوى په تور د تورن عيسايي وګړي سلامت مسيح ضمانت منظور کړو.

پرون د اګست په 23مه نيټه سپريم کورټ کې د اوریدنې په مهال قاضى فاېز عيسي وویل هر دويم تن راپاڅي او په بل دمذهب د سپکاوي تور لګوي.

د نوموړي وېنا وه د مذهب سپکاوی کول وړوکی جرم نه دی او ددې سزا مرګ ده.

عدالت وېلي د لاهور په يو پارک کې پېښه شوې ده او د څوکيدار په ګډون ددې يو ګواه هم نشته.

په بېنچ کې شامل بل جج جسټس منصور علي شاه وايي د پېښې ابتدايي رپورټ یا ایف ايي ار کې ویل شوي چې تورن تن عيسايي مبلغ دی خو په اصل کې دی خاکروب یا جمدار دی او دا ښایي چې ابتدايي رپورټ کې تضاد دی.

په ملزم سلامت مسيحي کال 2021م کې څلورو طالب علمانو د لاهور د ماډل ټاون سيمې په يو پارک کې د مذهب د سپکاوى تور لګولی ؤ او نوموړی د کال 2021 جنورې راهیسې د لاهور په ضلعي جېل کې بنديوان دی.

د سلامت مسيحي د ضمانت خواست له دې مخکې د لاهور هاي کورټ رد کړی ؤ.

د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی.

په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده .

تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.

د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

پيټر جېکب په پنجاب کې د سنټر فار سوشل جسٹس په نامه د لږکيو د حقونو لپاره د کار کارکوونکي غېر دولتي تنظيم مشر دی او ډيوه ته وايي د هېواد سترو عدالتونو هم په بېلابېلو قضيو کې دا خبره په ګوته کړې چې استغاثه په داسې مقدمو کې په خپل کار کې ناکامه شوې ده.

نوموړي وويل کله چې کال 2009م کې د لاهور په ګوجره سيمه کې راپارېدلو اکثريتي مسلمانانو د عيسوي لږکيو په کالونۍ برید وکړو نو بيا وروسته حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د لاهور هاي کورټ په يو جج ګډ دپلټنو کمیشن جوړ کړو او دغه کمیشن د داسې پېښو د علتونو او مخنیوي لپاره حکومت ته لس سپارښتنې وکړې خو وايي د بده مرغه په دغو سپارښتنو عمل ونه کړی شو.

هغه وايي که چېرې په دغو سپارښتنو عمل شوی وی نو نن به پرله پسې داسې پېښې نه رامنځ ته کيدې او د هېواد نامه به هم نه بدناميده.

اوړمه ورځ د اګست په 22مه هم د پاکستان د سند صوبې په حيدر اباد ښار کې يو هندو تن د قران د مبينه سپکاوي په تور پولیسو نيولی دی چې وروسته قهرجنو خلکو په تاڼه د ورختلو هڅه وکړه خو نېول شوی تن پولیسو بچ کړو.

په پاکستان کې د بشري حقونو غېر دولتي خپلواک کمیشن ايچ ار سي پي غړی نديم انتوني ډيوه ته وايي په پاکستان کې لږکي د وېرې ژوند کوي او دی وايي نه ګڼي چې ګواکې د وېرې سره مخامخ لږکي به د چا د مذهب سپکاوی وکړی شي.

هغه وايي په پاکستان کې عام تاثر دی چې ګنې لږکي ېا غېر ملسم د بهر ملکونو اېجڼټان دي. دا ډېر خطرناک رجحان دې او باید چې ددې مخنيوي وشي.

د سپريم کورټ جج قاضي فاېزعیسا هم په خپل ريمارکس کې وېلي د مذهب په نامه د هېواد ټولنه له مخکې څخه ویشل شوې ده او په داسې قضيو کې د رياست ذمه واري جوړېږي چې رول ولوبوي.

هغه چې کله داوریدنې په مهال د مدعي وکيل نه پوښتنه وکړه چې پاکستان د څه لپاره جوړ شوی ؟نو د وکيل ځواب ؤ چې قاید اعظم وویل دا هېواد د اسلام تجربه ګاه ده.

خو ښاغلي جج فایز عیسا وویل دا خبره په تېرو وختونو کې د پاکستان جرنېلانو په جناح پسې تړلې وه او قاید اعظم ویلي ؤو چې پاکستان د هر مذهب د وګړو د عبادت لپاره ازاد دی.

قاضي فایز ویلي مونږ چرې هم نه دي اورېدلې چې يو عيسايي تن په کوم مسلمان د مذهب د سپکاوى مقدمه کړې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG