لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسپریم کورټ پرېکړې ته دحکومت،اپوزیشن ګوندونو اؤ څېړونکو غبرګون څه دی؟


PAKISTAN-POLITICS/
PAKISTAN-POLITICS/

پاکستان کې حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو، خبریالانو اؤ دمدني ټولنې غړو دسپریم کورټ لخوا دقامي اسمبلۍ دبحالولو پرېکړه دایین،جمهوریت اؤ پارلیمان دسرلوړۍ زیری بللی اؤ وایي سترې محکمې دخپلې دې پرېکړې سره د ضرورت نظریه تل لپاره په زمکه کې ښخه کړې ده.

خو په عین حال کې بیا ځېنې څېړونکو دا پوښتنې هم راولاړې کړي چې سپریم کورټ د ډپټي اسپیکر، وزیراعظم اؤ صدر لخوا اخستل شوي ګامونه خو غیراییني بایللي خو اوس به دهغه چا سرنوشت څه وي چاچې ایین مات کړی دی؟

دزیارت په ماسخوتن دمشرقاضي په مشرۍ دسپریم کورټ پینځه کسیز بینچ په متفقه ډول په دریم اپریل دپاکستان دقامي اسمبلۍ دډپټي اسپیکر قاسم سوري لخوا د وزیراعظم پرضد وړاندې کړل شوي دبې باورۍ تحریک مسترد کولو اقدام غیراییني بللی اؤ ددې ترڅنګ یې دصدر لخوا ماته کړل شوې اسمبلي هم بیا بحال کړې ده.

سترې محکمې په نهم اپریل دقامي اسمبلۍ دغونډې رابللو اؤ وزیراعظم عمران خان ته اسمبلۍ نه د باور درایې ترلاسه کولو امر کړی دی.

اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې عمران خان قامي اسمبلۍ کې خپل اکثریت دلاسه ورکړی دی اؤ دوئ کولی شي چې خپل وزیراعظم راولي.

په دغه پرېکړه خپل غبرګون کې د وزیراعظم دمنصب لپاره نومول شوي قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف ویلي سترې محکمې داسې غوره پرېکړه وکړه چې نه یوازې دهیواد ایین نه بلکې ټول هیواد یې وژغورلو.

دسترې محکمې مخې ته رسنیو سره خبرو کې شهباز شریف وویل سپریم کورټ نن پخپله پرېکړه د پاکستان د۲۲ کروړه ولس دخواهشاتو عکاسي کړې ده،دپارلیمان سرلوړي یې خوندي کړه اؤ ایین یې سرلوړی کړو.

دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دسپریم کورټ په دې پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي هغه نن په دې پرېکړه ټول قام ته مبارکي ورکوي.

خبریالانو سره دخبرو په مهال مولانا فضل الرحمان وویل دسپریم کورټ ننۍ پرېکړه دایین، قام اؤ جمهوریت فتحه ده ،عدلیه دقام په هیلو پوره وختله اؤ د ډاډ وړ پریکړه یې وکړه

هغه وویل دوئ چې سبا دجمعې په ورځ په قام داحتجاج کوم غږ کړی ؤ اوس خپل دغه احتجاج په شکر بدلوي اؤ سبا به ټول هیواد کې دشکرانې ورځ نمانڅي.

دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دسترې محکمې له پرېکړې سمدستي وروسته په ټویټر دخپلې مور بې نظیربوټو د خولې وتلی دا مشهور قول په ټویټر ولیکلو چې "جمهوریت تر ټولو غوره انتقام دی"

دجماعت اسلامي مشر سراج الحق په ټویټر لیکلي سپریم کورټ دضرورت نظریه ښخه کړه اؤ ټول قام ددې پریکړې هرکلی کوي.

دپاکستان داطلاعاتو اؤ قانون مرکزي وزیر دسپریم کورټ دې پرېکړې ته دبدقسمتۍ پرېکړه ویلې ده اؤ وایي ددې له امله سیاسي بحران نور هم زیات شوی دی.

په ټویټر خپل غبرګون کې فواد چوهدري لیکلي په سمدستي توګه ټولټاکنو هیواد ته ثبات وربخښلی شو خو له بده مرغه د ولس ارزښت له نظره وغورځول شو اؤ اوس به کتل شي چې معامله څنګه پرمخ ځي؟

دعمران خان دګوند یو مهم مشر اؤ مرکزي وزیر عثمان ډار هم دسپریم کورټ په دې پرېکړه خپل غبرګون کې وایي چې دسترې محکمې پرېکړه په سرسترګو خو دې پرېکړه کې بې شمیره زمکني حقیقتونه له نظره غورځول شوي دي.

په ټویټر عثمان ډار لیکلي چې غیرملکي سازش،دقامي سلامتیا دکمیټۍ اعلامیه اؤ سیندهاوس کې دضمیرونو په منډهۍ خاموشي دحیرانۍ خبره ده اؤ تاریخ به ددې پرېکړې په اړه خپل جواب پخپله وکروي .

پخپله وزیراعظم عمران خان له په سمدستي توګه دسپریم کورټ په پریکړه غبرګون نه دی ښکاره کړی خو عثمان ډار لیکلي چې دعمران خان راتلونکي اعلان ته دې انتظار وکړل شي.

خبریال ابصار عالم بیا دسپریم کورټ له پرېکړې وروسته دایین دارټیکل ۶م خبره په ټویټر راپورته کړې اؤ وایي عارف علوي،عمران خان ،فواد چوهدري،قاسم سوري اؤ بابر اعوان دې دایین شپږم ارټیکل ته ځانونه تیار کړي.

هغه وایي دایین دشپږمې مادې په اساس څوک چې ایین مات کړي اؤ څوک ورسره په دې لړ کې مرسته وکړي نو هغوئ دسنګین بغاوت مجرمان ګڼل کیږي اؤ دپاکستان په قانون کې ددې سزا تیزندۍ یا عمري بند دی.

خبریال رفعت اورکزئ هم په ټویټر پوښتنه کړې ده چې ایا نوی حکومت به دډپټي اسپیکر اؤ صدرمملکت پرضد دایین دشپږمې مادې لاندې کارووایي وکړي؟

خو د اپوزیشن ډلو مشر اؤ د وزیراعظم دمنصب راتلونکي کاندید شهباز شریف نه چې کله خبریالانو د غدارۍ دکارروایۍ په هکله پوښتنه وکړه نو هغه واضحه ونه ویل چې تګلاره به یې څه وي خو وئ ویل هرڅه دایین مقام وشول اؤ دایین مطابق به روان وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG