لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نظرپوښتنه: امریکایان ګڼي په ملک کې یې جمهوریت د خطر د لاندې دی


د سي بي اېس په نظر پوښتنه کې 83 فیصد کسانو د هغو خلکو مخالفت وکړو چې په کانګرس یې یرغل کړی و. د سروی زیاترو برخه والو په کانګرس یرغل بغاوت وبللو چې هدف یې د امریکې حکومت نسکورول، د صدارتي انتخاب نتیجه اړول او صدر ټرمپ په اقتدار کې ساتل وو

یوې سروی یا نظر پوښتنه کې برخه اخېستوونکي زیاتره امریکایان ګڼي چې په ملک کې یې جمهوریت او د قانون عملداري د خطر د لاندې دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د سي بي اېس ټېلې وژن د سروی په برخه والو کې د 66 فیصد کسانو دا خیال و چې د امریکې جمهوریت د لږ او یا د ډیر زیات خطر سره مخامخ دی.

د 33 فیصد کسانو دا خیال و چې د امریکې جمهوریت محفوظ دی. د سروی نتېجې د اتوار، يکشنبې، په ورځ څرګندې کړی شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي جمهوریت په اړه د سي بي اېس سروی په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په شپږمه جنورۍ د امریکې په کانګرس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو د یرغل یو کال پوره کېږي.

د حملې په ورخت په کانګرس کې غونډه کېدله چې د 2020 په صدارتي انتخاب کې د صدر جوبایډن بریا په رسمي ډول اعلان کړي.

د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ چې د صدارت د دویمې دورې امیدوار و په ووټونو کې یې د درغلۍ دعوه کوله او د انتخاب نتېجه منلو ته تیار نه و.

د سي بي اېس په نظر پوښتنه کې 83 فیصد کسانو د هغو خلکو مخالفت وکړو چې په کانګرس یې یرغل کړی و. د سروی زیاترو برخه والو په کانګرس یرغل بغاوت وبللو چې هدف یې د امریکې حکومت نسکورول، د صدارتي انتخاب نتیجه اړول او صدر ټرمپ په اقتدار کې ساتل وو.

د 68 فیصد کسانو فکر کوو چې په کانګرس یرغل په امریکا کې په سیاسي تشدد کې اضافه څرګندوي.

د سروی د 62 فیصد ګډوانوال نظر و چې د 2024 په صدارتي انتخاب کې بېلونکی فریق په تشدد لاس پورې کولی شي.

د سروی په دریو کې د دوو برخه والو نظر و چې صدر بایډن د 2020 د صدارتي انتخاب قانوني بریالی امیدوار دی.

په سروی کې 45 فیصد کسانو ګڼل چې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ په کانګرس د حملې لویه برخه ذمه واري په غاړه لري. د 28 فیصد کسانو په فکر ډانلډ ټرمپ په دغه لړ کې هېڅ قسمه ذمه وارۍ نه لرله.

د سي بي اېس سروی د هغه خلکو په شمېره کې زیاتوالی څرګندوي چې دا جایز ګڼي چې شهریان کله نه کله د حکومت په پرتشدد اقدام اخیستلی شي. د دې نه وړاندې سروی کې د دغه فکر خلکو شرح‌34 فیصد وه، په 2015 کې دغه شرح 23 فیصد او په 1995 د حکومت په ضد پرتشدد اقدام جایز ګڼوونکو خلکو شرڅ 13 فیصد وه.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG