لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرو راپسې د کمرې ور مات کړو او ټول يې په ګولو سوري بوري کړو، سميع الله


په باچا خان يونيورسټۍ کې د عدم تشدد د علمبردار باچا خان د برسۍ تابيا شوې وه چې ترهګرو پرې سحر وختي په لړه کې بريد اوکړو، په دغه بريد کې ژوبل شوی سميع الله د هغې ورځې خونړۍ قيصه وي او ای ډيوه ته کړې د هغه له خلې يې واورئ:

"د جنورۍ يخه شپه وه د باچا خان يونيورسټۍ د هاسټل په کمره کې مونږه پينځه ملګري په خوب اوده وو چې سحر وختي ناتاره ډزې شوې. هلکان پاڅېدل او د خپلو کمرو نه بهر راوتل، هسې خو په چارسده کې اکثر ډزې کېږي خو دا ډېرې تودې ډزې وې.

چا پکې اوېل په يونيورستۍ ترهګرو حمله کړې، خو دومره لړه وه چې په شپږ فټه کې چاته څه نه ښکارېدل،

ما ملګرو له مشوره ورکړه چې يو ملګری به بهر پرېږدو چې د بهر نه راپسې کمرې جرنده کړي او مونږه به په کمرو کې غلي کښينو، خو نورو ملګرو ويل، نه د هاسټل نه د وتلو لاره ګورو،

په دې کې ډزې رانزدې شوي او ټول هلکان خپلو خپلو کمرو ته ننوتل او خپلې کمرې يې د دننه نه بندې کړې.

مونږه خبر نه وو چې ترهګرراغلي وو او زمونږه کمرې ته بهر پټ ناست وو،

په هاسټل کې د استازانو په کمرو پسې لومړۍ کمره زما وه،

په دې دوران کې زمونږه د کمرې ملګرو ته د کورونو نه ټېلي فونونه راتلل شرو شوو، زه هم د کړکۍ سره نزدې ولاړ وم د خپل يو کزن سره مې په ټېلي فون خبرې کولې څوک چې په دغه يونيورسټۍ کې استاذ دی، چې ناڅاپي د کړکۍ نه په ډزو اولګېدم او په لومړۍ ګولۍ مې دا ګس مخ د پوزې سره خوا کې اولګېده،ټېلي فون مې د لاسه پرېوتلو او غاښونه مې مات، ژبه مې پرې او مرۍ مې سورۍ شوه، زه په ځمکه کښېناستلم وينه مې ګوګل ته ماته وه،

هم دغه وخت ما کتل چې زما بل ملګری نعمت الله په تندي اولګېده په ځمکه نسکور پريوته.

علي حيدر او خالد عزيز
علي حيدر او خالد عزيز

خالد غزيز چې زما کليوال او خوږ ملګری و هغه زما کټ ته ډډه وهلې وه سترګې يې پټې وې هغه هم په څټ لګېدلی و

په کمره کې دوه نور ملګري افتخار چې زما د ترور ځوي و او بل ملګری حېدر علي بچ وو هغوي د کمرې په ګوټ کې ناست وو.

په دې دوران کې ترهګرو د کمرې ور له لتې ورکول شرو کړل، او د ټوپکو په کونداغونو يې د کمرې تنبه ماتوله،

زما زړه له راغله چې په آرمي پبلک سکول چې دغسې ترهګر بريد شوی و په هغې کې ځينې ماشومان چې د کرسو ميزونو نه لاندې پټ شوي وو هغوي ژوندي پاتې وو، زه هم سمدستي د خپل بېډ نه لاندې ننوتلم، چې ورته خالد عزيز ډډه وهلې وه، خو خپې مې بهر پاتې وې.

په دې دوران کې ترهګرو د کمرې د ور کونډه ماته کړه او کمرې ته راننوتل،

زما افتخار کزن يې هم اويشتلو او ورسره ولاړ حېدر علي يې هم شهيد کړو، مونږه ټول په کمره کې په ګولو سوري بوري شو، ما د خپلو ملګرو چغې او د ځنکدن سلګۍ اورېدلې.

ترهګر بهر اوتل او په نورو کمرو کې يې هم هلکان اويشتل خو څه وخت پس بيا زمونږه په کمره راننوتل، چې زما کومو ملګرو کې ساه وه، هغوي يې بيا اويشتل، او بيا بهر لاړل، دوي به دغسې تلل او راتلل او مونږه به يې چېک کولو چې څوک به ژوندي وو هغوي به يې بيا ويشتل،

په څلورم ځل کې کمرې ته راننوتل چې اوې کتل نو زما ټول ملګري شهيدان شوي وو خو چې بهر وتل نو يو ترهګر پکې زما خپې اوليدلې او په پښتو کې يې چغه کړه،

"هله يو دا دی پټ شوی دی"

زه يې بيا دوه ډزه اويشتلم، زه په اوګه او د سينې په ښۍ اړخ اولګېدلم خو ځان مې بيخي غلی کړی و چې ګنې زه مړ يم،

د بهر نه ورته يو آواز اوکړو،

"راځه راځه ټول مرداران شوي دي"

د ترهګر دغه خبره راته اوس هم ښه ياده ده.

زه د خپل کټ د لاندې پروت وم خو مخ بهر طرف ته اړولی و د کمرې نه بهر مې هرڅه ليدل، ترهګر لاړل او پوځيان هاسټل ته په ځمکه په توخېدلو راروان وو په ترهګرو يې ډزې کولې

چې زمونږه کمرې ته يې اوکتل نو ماله يې غږ راکړو چې څوک يې ؟

ما خبرې نه شوې کولې خو خپل پرس مې ورته ور اويشته چې زما د يونيورسټۍ کارډ پکې پروت و، بيا يې زه د چارسدې هسپتال ته يوړم، ما ډاکټرانو ته خپل نوم، او د خپلې وينې نمبر په کاغذ اوليکلو او د خپل ورور نمبر مې هم ورته ورکړو،

قيصه اوږده ده خولنډه دا چې څو مياشتې مې يوشمېر اپرېشننونه اوشول خو ناکامه شو، مرۍ مې سورۍ وه خوراک به مې په تالو کې د هوا په نالۍ کې ورتلو، او اواز مې بيخي ختم شوی و،

ډاکټرانو به ويل چې ستا آواز بیا نه شي راتللې، خو بيا ځينو ملګرو د تحريک انصاف د وزير شوکت يوسفزي سره ملاو کړم، هغه زما کېس وزير اعلی ته وړاندې کړو، او د ډاکټرانو بورډ فېصله اوکړه چې د ده علاج په بهر ملک کې کېدلی شي، زما د پاره حکومت ۵۵ لکه روپۍ منظورې کړې،

په دې دوران کې ما د ملاله يوسفزۍ د پلار ضياء الدين يوسفزي سره هم په فېس بک رابطه اوکړه ، هغوي ماله په انګلېنډ کې د ډاکټر سره خبره اوکړه او د غسې ماته د انګلېنډ ويزه راکړی شوه، زه او زما کشر ورو د ضياء الدين يوسفزۍ د کورنۍ په مرسته په برمنګم کې ديره شو او په څو مياشتو کې مې اپرېشن اوشو ،

سختې خو راباندې ډېرې تېرې شوې، ډېر اپريشنونه مې اوشول خو الحمدو لله آواز مې سم شو ماته شوې جامه مې هم برابر شوه او په مرۍ کې مې د ګولۍ د لاسه جوړ سوری هم بند شو،

نن د هغه خونړۍ ورځې شپږ کاله پوره شو، خو زما نه خپل ملګري نه هېريږي اود هغوي چغې سورې او زبېرګي مې اوس هم داسې مخې ته دي لکه پرونۍ ورځ"

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG