د امریکې انتهايي خفیه رازونه افشا کونکی د هوايي پوځ عسکر جېګ ټشېرا د جمعې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شو چې د جاسوسۍ د الزامات سره مخامخ کړی شي.
21 ټشېرا د مېساچوسټس ایر نېشنل ګارډ نومې ځواک د استخباراتي څانګې عسکر دی، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مسېساجوسټس ریاست کې د کور نه ګرفتار کړی شو.
ټشېرا په باسټن ښار کې مېجسټرېټ جج عدالت ته وړاندې کړی شو، د جرم اعتراف یا تردید و نه کړو او سرکاري وکیل وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په عدالت کې تر بلې پېشۍ به هغه په حراست کې وي.
ټشېرا د دوو الزاماتو سره مخامخ کېدلی شي، چې بغیر د اختیاره یې د ځان سره د قومي دفاع په اړه دستاوېزات ساتلي او بیا خپاره کړي او بغیر د اجازت یې خفیه معلومات لرلي او منتقل کړي دي.
لومړی الزام د جاسوسۍ د قانون دلاندې دی چې د انصاف وزارت یې د هغه چا خلاف استعمالوي چې خفیه رازونه افشا کړي.
په دغه الزام ټشېرا ته 15 کاله د قېد سزا کېدلی شي.
د ټشېرا وکیل برېنډن کېلي دریځ معلومولو دپاره د وي او ای رابطې ته جواب و نه وېلو.
د ټشیرا فرد جرم تفصیلات د جمعې په ورځ ښکاره کړی شول چې ښښي ټشېرا د پېغامونو په ډېسکورډ نومې وېب پاڼه خفیه دستاوېزات شریک کړل چې بیا ټول انټرنېټ ته ورسېدل.
د اېف بي ايي د معلوماتو ترمخه ټشېرا په ډېسکورډ د یوې وړې ډلې اېډمن یا انتظام کونکی و او هدف یې په سیاسي حالاتو او په موجوده او تاریخي جنګونو بحث کول وو.
په شروع کې ټشېرا د خفیه دستاوېزاتو نوټس یا د یاداشتونو نقلونو تصویران پوسټ یا لګول خو بیا تشویش واخیستلو چې د کار په ځای کې په نوټس اخیستلو به ونیول شي نو خفیه دستاوېزات یې کور ته وړل شروع کړل او تصویران به يې ترې اخیستل.
د فرد جرم ترمخه په یو دستاوېز لیکل شوي وو د روس او د اوکراین د جنګ حالت او د ځواکونو حرکت. دستاوېزاتو ته د انتهايي رازدارۍ او حساسیت درجه ورکړی شوي وه.
هغو مطبوعاتو ترمخه چې افشا شوي دستاوېزات یې ليدلي وايي په دې کې ذکر شوی چې امریکا څنګه په اتحادیانو او مخالفینو جاسوسي کوي.
د ډېسکورډ یو استعمالونکي اېف بي ای ته وویل چې د فېبرورۍ په میاشت کې ټشېرا یو دستاوېز پوسټ کړی و چې هغه (دغه صارف) یوه ورځ وروسته بیا شریک کړو.
د دې وروسته دغه دستاوېزات په انټرنېټ خپاره شول چې د لارې یې خبري ادارې او تحقیق کونکي ټشېرا ته ورسېدل.
ټشېرا د پوځ کورنۍ غړی بلل کېږي. د فرد جرم ترمخه هغه په ۲۰۱۹ کې برتي شوی او د 2021 راهسې د مېساچوسټس به اوټېس ایر نېشنل ګارډ بېس کې تعینات دی.
فرد جرم وايي ټشېرا د لوړې درجې چارواکی نه و خو بیا هم هغه د ټاپ سېکیورټي کلېرنس لرلو او انتهايي خفیه معلوماتو ته يې رسايي لرله.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فریوار ته رپورټ نه اخیستل شوي دي