لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات قومي جرګې غړی: که ترهګر تللي وي ښه خبره ده خو قوم اوس هم خطره محسوسوي


د سوات قومي جرګې غړی او هوټلونو د اتحاديې مشر زاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل، "دغه عمليات کېدل د تعجب خبره ده ځکه چې دوی خبر دي چې په دغو عملياتو کې د شپونکيانو ځايونه وران کړل شوي او واښه سوځول شوي دي"
د سوات قومي جرګې غړی او هوټلونو د اتحاديې مشر زاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل، "دغه عمليات کېدل د تعجب خبره ده ځکه چې دوی خبر دي چې په دغو عملياتو کې د شپونکيانو ځايونه وران کړل شوي او واښه سوځول شوي دي"

د سوات د قومي جرګې غړی وايي د سوات په مټه تحصيل کې چې پوليسو د ترهګرو پرضد د کومو عملياتو/ اپرېشن دعوه کړې په دغو عملياتو کې د شپونکيانو ځايونه وران کړی شوي دي. خو د سوات پوليسو ويلي په مټه تحصيل کې يې عمليات کړي او علاقه یې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

د سوات قومي جرګې غړی او هوټلونو د اتحاديې مشر زاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل، "دغه عمليات کېدل د تعجب خبره ده ځکه چې دوی خبر دي چې په دغو عملياتو کې د شپونکيانو ځايونه وران کړل شوي او واښه سوځول شوي دي".

هغه وويل "که بيا هم دوی دعوه کوي چې ترهګر لاړل نو ښه خبره ده". نوموړی وايي دلته يو سازش کېدو خو ولس هغه ناکامه کړو او زياته يې کړه دوی غوښتنه کوي چې "رياست دې دا پاليسانې سمې کړي".

زاهد خان وويل "قوم اوس هم خطره محسوسوي چې دغه لوبه لا ختمه نه ده".

د سوات پولیسو مشر[ډي پي او] زاهد نواز مروت وي ډيوه سره د پوليس عملياتو ويډيوز او عکسونه شريک کړي او ويلي يې دي، "پولیس خپله دنده پېژني په ښه طريقې سره یې ترسره کوي او هغه کسان چې ترهګرو ته پنا ورکوي پرضد به يې کارروايي کيږي. او پوليسو هغه پټ ځايونه او مورچې ورانې کړي چې ترهګرو کارولې وې".

د خالي/ شنبې په شپه د سوات پوليسو په خپله فېس بک پاڼه خبر ورکړی او ورسره يې ويډیو خپره کړې چې د مټې تحصيل په غرييزو علاقو جانه، بهادر بانډه، کناله، ليټو سر، جولباسر، بکرو سر، نرۍ خرکۍ، ګوهل، کګه او شېخان کې عمليات ترسره شوي دي.

ويل شوي د ډي اېس پي سرکل مټه غني الرحمان په مشرۍ پوليسو د ترهګرو ځالې، کورونه او مورچې ورانې کړي او اوورونه يې ورته اچولي او علاقه يې پاکه کړې ده.

دا عملیات په داسې حال کې شوي چې په سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو او په مبينه توګه د پوځي افسر او ورسره په ژوبل حالت کې د پوليسو افسر د نيولو ويډیو مخې ته راغلې، او وروسته بیا په 13 ستمبر د امن کمېټۍ په مشر ادريس خان چاودنه شوې چې پکې د هغه سره اته کسان وژل شوي او بيا دوه ورځې وروسته يو بل تن د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژل شوی وو. د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د دغو پېښو وروسته په سوات کې د امن دپاره احتجاجې مظاهرې او جرګې روانې شوې وې او د احتجاجونو لړۍ اوس هم دوام لري.

یوه اوونۍ وړاندې په چارباغ علاقه کې د سکول په ګاډي ډزې شوي چې پکې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو زده کوونکی ژوبل شوی وو له دغې پېښې دوه ورځې وړاندې [سي ټي ډي] پوليسو ,ویلي وو، د سي ټي ډي، ځايي پوليسو او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دوه مطلوب ترهګر انيس، او علي سيد چې پلار او زوی دي، وژل شوي وو. خو د وژل شوو کسانو کورنۍ دعوه کړې وه دغه پېښه د پېسو په لېن دېن شوې، د وژل شوو کسانو تعلق د ټي ټي پي سره نه وو.

د يادو پېښو وروسته په سوات کې او خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې د احتجاجونو لړۍ چټکه کړی شوې، د بدامنۍ ضد او امن غوښتنې پکې شوې وې.

په عېن حال کې په صوبه کې د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کېدې چې په صوبه کې په بدامنۍ غلی دی، خو د تحریک انصاف حکومت بيا په مرکز نيوکې کولې چې په دغه لړ کې دې خپل کردار ادا کړي.

په 12 اکتوبر د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناالله ويلي وو د هغه په مشرۍ کې د امنيت دپاره غونډه شوې او په غونډه کې په متفقه توګه پرېکړه شوې چې مرکزي حکومت به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت سره مرسته کوي.

دوه ورځې وړاندې هم په سوات کې د ملاکنډ انتظاميې د ملاکنډ او سوات د امن دپاره جرګه راجوړه کړې او چيف سیکرټري خېبرپښتونخوا ویلي وو، چاته به هم د امنيت خرابولو اجازه نه ورکول کيږي.

د قومي جرګې غړی وايي، په دغه سرکاري جرګه کې د قوم د وېشلو کوشش شوی او بیا جرګه د انتشار ښکار شوې ځکه چې په جرګه کې د ترهګرو هیڅ ذکر نشته.

د اګست په مياشت کې د پاکستان پوځ هم منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي خو ويل شوي وو هيڅوک به ونه زغمل شي.

او بيا د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي هم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې وه چې ترهګري په صوبه کې ختمه نه ده خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې مخنیوی کوي او حالات په قابو کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG