لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  د سوات پښتانه وايي "نه منو، نه منو، خپله بې عزتي نوره نه منو"


په سوات کې شوي تازه لاریونونو کې غټه اولسي غوښتنه داوه چې دويي خپله بې عزتي نوره نه شي زغملی، مظاهره چیانو شعارونه کول چې په سوات کې دې د ځايي روایاتو سرغړونه ختمه شي.

په سوات کې شوي تازه لاریونونو کې غټه اولسي غوښتنه داوه چې دويي خپله بې عزتي نوره نه شي زغملی، مظاهره چیانو شعارونه کول چې په سوات کې دې د ځايي روایاتو سرغړونه ختمه شي. وي او ډیوه ته په رارسيدلي ویډیو فلمونو کې مظاهر چیان وايي​: ​

"نه منو، نه منو، خپله بې عزتي نوره نه منو"

په فلم کې ښکاري چې یو ځلمی مظاهره کونکی وايي دويي دې ته مجبوره شوي دي چې د خپلې بې عزتۍ لاره ونیسي:

"پښتون او مسلمان ته اول څيز خپل عزت دی دا په یو قیمت نه ورکوي"

هغه وویل چې دويي سره چې څه وشول دا یې د ملک په خاطر برداشت کړل:

"خو د نن نه پس به مونږه د پښتون دعزت پایمالي (د پښو لاندې کول) په یو قیمت هم برداشت نه کړو"

په سوات کې د کال ٢٠٠٥ راهسې د پاکستان پوځ په سړکونو چېک پوستې جوړې کړي دي او په دغه چېک پوستو د تلونکو راتلونکو لټون روان وي.

د سوات یو ځايي خبریال ډیوه ته د خپل نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل پوځیان د سپين سرو هم خیال نه کوي، په ځلمو غوږونه نیسي دهغه په خیال:

"ترهگر خو په چېک پوستو نه ځي راځي، پوځ د خپل رعب په خاطر د کسته د عام اولس تذ ليل کوي" د ځايي خبریال تر مخه "پوځیان د خلکو کورونو ته هم ورننوځي"​

د پاکستان د پوځي مامورينو په خیال دويي په دغه چېک پوستو د ترهگرو څارنه کوي او د ځايي اولس په امن کې د ساتلو فرض پوره کوي. په سوات د طالبانو د قبضې ورستو د هېودا پوځ هلته عملیات شورو کړي وو. خو اوس پوځ وايي هلته یې ترهگرو ته ماتې ورکړې ده او امن په ځای شوی د ی.

خو په سوات کې په شوې لاریون کې ولاړ یو بل مظا هره چي خلقو ته په وینا کې وویل چې:

"وروڼو د کال ٢٠٠٥ را په دېښوا چې په سوات کې څه وشول مونږ هغه وینو، خو ځيني خبرې داسې دي که هغه مونږه وکړې نو افراتفري(اړی گړی) به جوړه شي"

دغه مظاهره چي غوښتنه وکړه چې چېک پوستې دې سمدټکه ختمې کړې شي. هغه وویل چې پوځ ته معلومه ده څوک گناهگار دي او څوک بې گناه دي. هغه وویل:

"چې څوک حملې کوي دغه خلق تاسو پېژنۍ ، د هغې په ځای د سوات په سړکونو ناروغان مه تنگوئ"

یو بل مظاهره چي پوځ ته وړانديز وکړو چې په سړکونو راوتي خلقو ته غوږ کیږدئ:

"په ځای ددې چې تاسو په مونږ باندې پښې ودربوئ راشئ راسره خبره وکړئ چې مونږ څه غواړو"

مظاهره چیانو د یو شمېر قرار دادونو سره یو قرار داد دا هم وړاندې کړو چې د سوات خلک د ترهگرۍ په ضد کلک ولاړ دي او د امن د بحالۍ لپاره د پوځ هر ممکن کمک کوي په دغه قرار داد کې غو ښتنه شوې ده چې:

" په چېک پوسټو بې ځایه غیر ضروري کتارونه جوړول او اولس تنگول او دهغويي عزت نفس مجروح کول فورن (سمدټکه) بند کړې شي"

په سوات کې د پوځي چيک پوستو پرضد احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې هم دا اونۍ په خوازه خېله سيمه کې په يو پوځي چيک پوسته باندې د لټون په کتار کې يو ناروغه کم عمره ماشوم مړ شوې وو. دغه ماشوم د هغه پلارد درملنې لپاره روان کړې وو. په ټولنيزو رسنيو د ماشوم د مړي د عکس خپریدلو پس سخت غبرگون ښودل شوې وو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG