لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله پاکستان ته په راتلو د سوات خلک تمه لري چې د سيمې په امنيت به خبره وکړي


ټولنيز فعال عثمان ولسيار وايي، دوی د ملاله په راتګ خوشاله دي او نور به ډېر خوشاله وی چې هغه په خپل کور کلي وی خو دا بد مرغي ده چې په ټوله نړۍ کې پېژندلې فعاله څېره هر ځای ته تلی شي خو خپل کور ته نه شي راتلی نو دا د افسوس خبره ده او دا د پاکستان د ادارو دپاره د غور او سوچ خبره ده
ټولنيز فعال عثمان ولسيار وايي، دوی د ملاله په راتګ خوشاله دي او نور به ډېر خوشاله وی چې هغه په خپل کور کلي وی خو دا بد مرغي ده چې په ټوله نړۍ کې پېژندلې فعاله څېره هر ځای ته تلی شي خو خپل کور ته نه شي راتلی نو دا د افسوس خبره ده او دا د پاکستان د ادارو دپاره د غور او سوچ خبره ده

په نړیواله کچه د تعلیم مبارزه او نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې په خپله پلارنۍ علاقه سوات کې يې د سکول په ګاډي بريد شوی، د ګاډي ډرايور پکې وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی دی. د سيمې خلک وايي د ملاله نه تمه لري چې د سيمې په امنيت به د واکمنو سره خبره وکړي.

په سوات کې د يادې پېښې پرضد احتجاج شوی او نن د نهې/ سه شنبې په ورځ احتجاجا شخصي سکولونه هم تړل شوي دي. د سوات سره تعلق لرونکي خلک وايي، ملاله په نړۍ کې پېژندل شوې فعاله ده په خپله پلارنۍ سیمه کې يې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی، دوی تمه لري چې ملاله به د سيمې په امنيت د پاکستان د واکمنو سره کلکه او واضحه خبره وکړي.

ټولنيز فعال عثمان ولسيار وايي، دوی د ملاله په راتګ خوشاله دي او نور به ډېر خوشاله وی چې هغه په خپل کور کلي وی خو دا بد مرغي ده چې په ټوله نړۍ کې پېژندلې فعاله څېره هر ځای ته تلی شي خو خپل کور ته نه شي راتلی نو دا د افسوس خبره ده او دا د پاکستان د ادارو دپاره د غور او سوچ خبره ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، ملاله په داسې حال کې پاکستان ته راغلې چې لس کاله وړاندې په هغې کوم بريد شوی هغه رنګ حالات نن بيا تکراريږي، نو په دې الميه د پاکستان واکمنو او نړيوالو قوتونو له سوچ او خپل نظر څرګندول پکار دي چې ولې په سوات کې، په دې وطن کې دومره اوږد ناورين او فساد جوړ دی.

هغه وویل، "ملالې وړاندې هم د سيمې په امنيت د پاکستان د وزیراعظم او واکمنو سره خبرې کړي او اوس هم مونږ دغه تمه لرو چې ملاله يوسفزۍ به اوس هم دغه خبره وکړي او اوس به يې هم په واضح ډول وکړي".

د سوات د قومي جرګې وياند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د خېبرپښتونخوا صدر خورشيد کاکاجي وايي، ملاله د سوات او د دې خاورې لور ده، هغه د سېلاب ځپلو سيمو کتو له راغلې خو پښتونخوا نه يواځې سېلابونو ځپلې بلکې په پښتونخوا وطن کې د ترهګرۍ بلا خوره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی د ملاله نه تمه لري چې د پښتونخوا او سوات خلک د ژوند، ترقۍ، او امن خاوندان کړي.

په پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر عرفان اشرف وايي، د ملالې خبره په نړۍ کې اورېدل شي، هغه به په سېلاب خبره کوي خو په خېبرپښتونخوا کې چې د بدامنۍ پېښې پېل شوي دي دا د اندېښنې خبره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د نورې اندېښنې خبره دا ده چې په سوات کې پرون د بدامنۍ پېښه په داسې حال کې شوې چې ملاله پاکستان ته راغلې، نو دا ښه خبره نه ده او دا د علاقې د خلکو د يرغمال کولو خبره ده.

ملاله يوسفزۍ په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په مهال د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف سره ليدلي او ويلي يې وو،

د وزیراعظم سره په ليدنه کې مې په خپله پلارنۍ علاقه سوات کې او خېبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو په بيا راښکاره کېدو اندېښنه شريکه کړه. زمونږ خلک نور ترهګري او کډې کول نه شي زغملی د دوی حفاظت دې وشي انصاف او سوله ييزه ژوند په ټول پاکستان کې د هر چا حق دی.

هغې دا هم ويلي وو چې د وزيراعظم نه یې غوښتي چې په افغانستان کې په طالبانو نور فشار راوړي چې جينکو ته سکولونو ته او ښځو ته د کارونو ځايونو ته د تلو اجازه ورکړي.

ملاله يوسفزۍ زياته کړې وه پاکستان دې د ښځو د حقونو او جينکو د تعليم دپاره ودريږي.

د ملاله يوسفزۍ په پلارنۍ سيمه سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو د ښکاره کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو ځايي خلک وايي په سيمه کې د بدامنۍ پېښې کيږي او د سوات سره په ټوله پښتونخوا کې خلک د امنيت دپاره احتجاجونه او مظاهرې کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG