لاس رسیدونکی لینک

 
د سویډن صدراعظم: مونږ نشو کولی د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې ځینې غوښتنې پوره کړو
تازه خبر

د سویډن صدراعظم: مونږ نشو کولی د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې ځینې غوښتنې پوره کړو


د ترکي صدر رجب طیب اردوان.ترکیه، چې د ناټو یوازینی مسلمان غړی هېواد دی، له څو میاشتو راهېسې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ترلاسه کولو مخه نیولې ده. فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو هڅې پیل کړې
د ترکي صدر رجب طیب اردوان.ترکیه، چې د ناټو یوازینی مسلمان غړی هېواد دی، له څو میاشتو راهېسې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ترلاسه کولو مخه نیولې ده. فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو هڅې پیل کړې

د سویډن صدراعظم د جنورۍ په اتمه وویل چې د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ترکیې ځینې غوښتنې منلی نشي.

ترکیه، چې د ناټو یوازینی مسلمان غړی هېواد دی، له څو میاشتو راهېسې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ترلاسه کولو مخه نیولې ده. فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو هڅې پیل کړې.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسون د ناټو د مشر ینس سټولټنبرګ سره په یو ګډ خبري‌ کنفرانس کې وویل: ترکیې منلې چې موږ څه ویلي وو هغه مو وکړل، خو ترکیه داسې غوښتنې لري چې مونږ یې نشو پوره کولای.

هغه په دې اړه ډېر جزیات ورنکړل چې د ترکیې کوم ډول غوښتنې شوي دي‌ چې سویډن یې نشي پوره کولای. خو ترکیه له فنلنډ او سویډن څخه غواړي چې د نورو اقداماتو تر څنګ د کردي یاغیانو په ضد جګړې کې له ترکیې سره یو ځای شي.

د ترکیې ډېرې غوښتنې له سویډین څخه دي،‌ ځکه چې سویډن له کردي ټولنو سره قوي‌ اړیکې لري. فنلنډ ویلي چې دوی به د خپل ګاونډي سویډن سره په یو وخت کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کوي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکاو هاویستو خبریالانو ته وویل چې فنلنډ له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره بېړه نکوي، موږ تر هغه وخت پورې چې سویډن نه وي منلي، صبر کولای شو.

تېره میاشت ترکیې د سویډن ستاینه وکړه چې امنیتي اندېښنو ته یې ځوابونه ویلي دي، خو فشار یې پرې راوړ چې نورې غوښتنې یې هم ومني. په دغو غوښتنو کې ترکیې ته د ځینو کردي فعالانو ستنول هم شامل دي.

له هغه وروسته چې روسیې په اوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړ،‌ سویډن او فنلنډ د څو لسیزو پوځي تعهد مات کړ او په ناټو کې یې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

امریکا او متحدینو یې د دوی د غړیتوب غوښتنه تائید کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG