لاس رسیدونکی لینک

 
د پېغمبر اسلام خاکه جوړوونکی کارټونسټ د موټر په حادثه کې مړ شو
تازه خبر

د پېغمبر اسلام خاکه جوړوونکی کارټونسټ د موټر په حادثه کې مړ شو


د پولیس ترجمان ای اېف پي ته وویل د وېلکس د حادثې د سړګ د عادي پېښې په څېر تحقیقات کولی شي او په واقعه کې د څه ورانکارۍ شک نشته. د ټکر وروسته په ټرک او په هغه موټر اور ولګېدو چې وېلکس پکې سفر کولو. پولیس ویلي دا لا نه ده معلومه چې حادثه په څه سبب وشوه
د پولیس ترجمان ای اېف پي ته وویل د وېلکس د حادثې د سړګ د عادي پېښې په څېر تحقیقات کولی شي او په واقعه کې د څه ورانکارۍ شک نشته. د ټکر وروسته په ټرک او په هغه موټر اور ولګېدو چې وېلکس پکې سفر کولو. پولیس ویلي دا لا نه ده معلومه چې حادثه په څه سبب وشوه

د سویډن هغه کارټونسټ چې په کال 2007 کې یې د پېغمبر اسلام خاکې جوړې کړې وې د موټر په حادثه کې مړ شوی دی.

د سوېډن پولیس ای اېف پي خبري ادارې ته وویل 75 کلن کارټونسټ کارس وېلکس او دوه پولیس افسران د هغوی موټر د یو ټرک سره د ټکر په نتیجه کې د اتوار، يکشبنې، په ورځ مړه شول.

د پېغمبر اسلام خاکه د جوړولو وروسته لارس ته د مرګ دړکې ورکړی شوي وې او د کال 2007 راهسې هغه د پولیس په نګرانۍ کې و.

د پولیس ترجمان ای اېف پي ته وویل د وېلکس د حادثې د سړګ د عادي پېښې په څېر تحقیقات کولی شي او په واقعه کې د څه ورانکارۍ شک نشته.

د ټکر وروسته په ټرک او په هغه موټر اور ولګېدو چې وېلکس پکې سفر کولو. پولیس ویلي دا لا نه ده معلومه چې حادثه په څه سبب وشوه.

د ټرک ډرایور زخمی شوی او هسپتال ته منتقل کړی شوی دی.

د ای اېف پي رپورټ وايي القاعدې د وېلکس په وژلو د یو لک ډالرو انعام اعلان کړی و. رپورټ وايي د پېغمبر اسلام د خاکې چاپ کېدو نه پس سفارتي تاوتریخوالی راپورته شوی و او د هغه وخت د سویډن وزیراعظم فرېډرېک رېنفلډ یو شمېر اسلامي ملکونو سفیرانو سره ملاقاتونه کړي وو چې دا ډول سفارتي شخړه ختمه کړی شي.

په 2015 کې په کوپن هېګن ښار کې د بیان د ازادۍ په موضع په یوه غوڼده کې په وېلکس حمله شوي وه خو هغه بچ شوی و او ډېنمارک یو فلم هدایتکار پکې ووژل شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG