په سویډن کې د بالغانو په یوه تعلیمي اداره کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د ډزو په پېښه کې پولیس وویل لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شوو.
په سکول کې د ډزو پېښه په اوبېرو ښار کې شوې چې د سویډن د سرښار سټاک هوم نه ۲۰۰ کلومېټره په مغرب کې پروت دی.
د پولیس مقامي مشر وویل د جرم په موقع په دومره پراخه کچه تباهي شوې چې تحقیق کوونکو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات مخې نه شوو ورکولی.
په سمدستي ډول دا نه وه معلومه چې ایا هغه تن هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی چې ډزې يې کړي دي خو ګمان کېږي چې هغه هسپتال ته منتقل کړی شوی و. پولیس وویل په سمدستي ډول ترهګرۍ سره د پېښې تړون نه معلومېږي.
دا هم نه وه معلومه چې څومره کسان زخمیان شوي دي.
د سويډن په سکولونو کې په عامه توګه د ډزو سره تړلې پېښې په عامه توګه نه کېږي ځو په تېرو څو کلونو کې د چاقو او د تبر د حملې پېښې شوې دي.
د سکول د وېب پاڼې ترمخه په اداره کې د ۲۰ کلونو او د دې نه د زیات عمر کسان سبق وايي او زدکوونکو ته د بنیادي او ثانوي تعلیم ترڅنګ کډوالو ته د سویډيش ژبې ښودنه کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum