لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام ځواکونو د باغیانو خلاف بمباري

د شام تر ټولو لوې ښار حلب کې حکومتي ځواکونو د باغیانو په مورچو د هیلې کاپټرو په مدد د اتوار په ورځ هم خپلې حملې جاري ساتلې دي.
د بشارالسد د حکومت خلاف د مخالفینو غورځنگ د راپاریدو ورستو حلب کې جنگ تر ټولو اهم محاذ گڼلی کیږي او رپورټونه وائي حکومت د باغیانو خلاف د کاروائي د پاره ځواکونه جمع کړې دي.
د شام د انساني حقوقو ډله وائي د اتوار په ورځ د هیواد په مختلفو برخو کې ۴٠ کسان وژل شوې دي چې پکې ٢٥ ملکي کسان دي. د وژنو په ازاده توگه تصدیق نه دی شوی.
بل اړخته، ایران په ترکې او قطر غږ کړی چې د شام سرښار دمشق کې تښتول شوې ۴٨ ایراني شهریانو د ازادولو په لړ کې دې مسرته ووکړې. ایران وئیلې تښتول شوې ایرانیان زائرین دي خو د شام حکومت مخالفه ډلې وئیلې ایرانیان حکومتي ځواکونه دي.
ایران د شام د حکومت ډله کوي خو ترکي او قطر د باغیانو په پره دي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG