د شام د حکومت او روسي ځواکونو د تېرې یوې میاشت راهېسې غوطه په بې دریغه بمبارۍ په هدف کړې ده.
خو دا ورستۍ معاهده د ستونزو سره مخ دې ښار کې جنگ ودرولو لپاره لومړی انتظام دی. غوطه د تېرو اووه کلونو راهېسې د باغیانو په قبضه کې و.
دا معاهده د غوطه ښار نورو سیمو لپاره د تگلارې کار کوی شی. الاخباریه نومي حکومتي ټیلي ویژن دا تړون د هیواد لپاره گټه ور وباله. د ټېلې وژن خبریال رابی دیبا ویلي دي ١٠ بسونه حرستا ته داخل شوي دي چې وسلوال د ښار نه بوځي. د شام حکومت ټولو وسله والو مخالفینو ته د ترهگرو نوم ورکوي.
د سیمی نه راغلې ویډیو رپورټونو کې په لسګونو بسونه حرستا ته د ننوتلو په انتظار لیدل کیږي. ناقدین وايی دا د خلکو د بې ځایه کولو فارموله ده او هغه کسان چې د صدر بشار الاسد مخالفین دي د ښار نه ویستل کیږي.
امید کیږي چې شا او خوا ٦٠٠٠ عام خلک به د تندلارو سره ښار پریږدي، چې ځینی پکې د تندلارو کورنۍ او فعالین دي. ځیني هغه خلک پکې شامل دي چې د حکومت د امنیتي ځواکونو د انتقام نه ویریږي. ددې نه علاوه په نامعلومه شمیره خلک ددې نه وړاندې په حرستا د حکومت په بمبارۍ کې وژل شوي او یا د معاهدې ډیر وړاندې په خپل سر وتلي دي.
ملگري ملتونه او د سره صلیب نړیواله اداره د غوطه ښار نه د خلکو په بهر وتلو کې هېڅ قسمه مرسته نه کوي. د خلکو انخلا د سیرین عرب ریډ کریسنټ نومي تنظیم په مرستو ترسره کیږی. الا اخباریه ټیلي ویژن ویلي ١٥٠٠ یاغیان او ٦٠٠٠ عام وگړی به د زیارت په ورځ د حسراته نه وځی.