په شمالي شام کې د داعش وسله والو په موټر بم بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
د شام په کرد سیمه کې طبي امدادې ادارې سره صلیب ویلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د داعش درې موټري بمي بريدونو کې ځانمرګو لږ ترلږه ۵۰ تنه وژلي دي.
دغه بريدونه د شمال ختيځ شام په هغه سیمه کې شوي چرته چې د شام دیر الزور صوبې نه راغلي کډوال جمع شوي وو، بريدونو کې ګڼ شمېر خلک ژوبل شوي هم دي.
په برتانیه کې د شام د حالاتو څارنه کونکې ډله سیرین ابزرویټري فا هیومن رایټس بیا وایي دغه برید په ابوفاس نومې سیمه کې شوی چې د دیرالزور او هاساکا صوبو سرحدي علاقه ده. سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس اول ويلي ؤ په برید کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.
ابزروېټري ويلي په وژل شوو کې په دير الزور کې د جګړې نه تښتيدلي کډوال او د کردش اسائيش ځواک غړي هم شامل دي.
دغه برید په داسې مهال شوی چې د امریکې په مشرۍ کې د کرد او عرب ملیشه ځواکونه د داعش پرضد عملیات تند کړي د ډلې څخه يې یو شمیر سیمې نیولي دي.
بلخوا د شام پوځ چې ورسره د روس او ایران پوځي مرستې دي هغوي هم د داعش پرضد خپل عملیات جاري ساتلي او داعش ګوند په شام او عراق کې د خپل کنټرول لاندې یو شمیر برخې دلاسه ورکړي.
داعش د چهارشنبې په ورځ پلازمينه دمشق کې د درې ځانمرګو د لارې د پوليس مرکز سره نزدې بريد کړی او په دغه بريد کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.