لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام حکومتي ځواکونو د اسرائیل سره نژدې د باغیانو خلاف پرمختگ کړی


د گولان یا جولان غونډۍ اسرائیل د شام نه نیولې دي. په سیمه کې د ډزبندۍ په خاطر د ملگرو ملتونو څارنکونکي پرځای کړی شوې دي
د گولان یا جولان غونډۍ اسرائیل د شام نه نیولې دي. په سیمه کې د ډزبندۍ په خاطر د ملگرو ملتونو څارنکونکي پرځای کړی شوې دي

د شام د حکومت ځواکونو د مسلح باغیانو خلاف پرمختگ کې د پوځي اهمیت الحاره غر په مکمله توگه قبضه کړی دی. ددغه غر نه د گولان یا جولان غونډۍ لاندې پرتې چې د اسرائیل په قبضه کې دي.

د الحار غر د شام د حکومت مخالف باغیانو نیولی و. دا خبر د شام د حکومت مطبوعاتو رپورټ کړی دی.

د شام د حکومتي ځواکونو د پرمختگ په نتیجه کې د هېواد خانه جنگي د ملگرو ملتونو د څارنې د لاندې سیمې ته نژدې شوې ده.

د گولان یا جولان غونډۍ اسرائیل د شام نه نیولې دي. په سیمه کې د ډزبندۍ په خاطر د ملگرو ملتونو څارنکونکي پرځای کړی شوې دي.

د فنلېنډ په هلسنکي ښار کې د غونډې ورسته خبري کانفرنس ته وینا کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د روس صدر ولادیمیر پوټن په دې خبره اتفاق وکړو چې د اسرائیل امنیت به یقیني کوي.

د واشنگټن امریکن یونیورسټۍ د اسرائیل د مطالعې مرکز څېړنکار رسل سټون وویل اسرائیل د خپل سرحد سره نژدې په شام کې پوځي فعالیتونو ته د تشویش په نظر کتنه کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د شام په شمالي حلب ښار کې میشته په ایراني ځواکون د مزایل حملې وشوې. ویل کیږي چې دغه مزائیل اسرائیل چلولي وو.

په برطانیه کې میشته د شام د انساني حقونو ډلې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس ویلې د حلب په دغه حمله کې د شام حکومت پلوه نهه وسلوال ووژل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG