لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ دشام په ضد کارروايۍ لپاره په پراخه مرستې ټينگار کوي


دامريکا صدر اوباما په ريډيو خپله اووۀ نيزه وينا کې وئيلي دي چې دشام ويرونکې حملې ته ځواب نۀ وئيل به دکيميکل وسلو داستعمال خطره نوره هم سيوا کړي.
دخالي په ورځ دهغه خپره شوې وينا کې صدر اوباما وئيلي دي چې دشامي حکومت دکيميکل وسلو شکمن استعمال په انساني وقار نيغ په نيغه حمله اؤ دقومي سلامتۍ لپاره يو گواښ ؤ.
په داسې حال کې چې صدر اوباما دشام په ضد کارروايۍ لپاره دکورني ملاتړ ترلاسه کولو هڅې کوي، دامريکا خارجه وزير داروپا په خارجه وزير ددغو هڅو دملاتړ لپاره ټينگار کوي.
دLithuania په پايتخت Vilnius کې ډيپلوماټانو سره جان کيري غيررسمي خبرې اترې کړي دي.
جان کيري سره دليدنې وروستو داروپا دخارجه تگلارې مشر کيتهرائن اشټن يو بيان لوستى چې پکې دشامي حکومت دبريد په ضد دواضحه اؤ سخت ځواب ورکولو غږ شوى. جان کيري وئيلي دي چې هغه په دغه ملاتړ شکرگزار دى.
جرمني هم وئيلي دي چې دجي ټوئنټي په هاغه بيان به لاسليک کوي چې پکې دشام په ضد دمضبوط ردعمل يادونه شوې.
په روس کې دجي ټوئنټې غونډې په مهال امريکا اؤ ١٠ؤ نورو هيوادونو دجمعې په ورځ په دغه بيان لاسليک کړى.دجي ټوئنټي غونډې په مهال صدر اوباما د نړۍ دسترو اقتصادي هيوادونو دمشرانو سره اړونده ليدنې کړي دي، هغه دفرانس، ترکي اؤ نورو هيوادونو دمشرانو څخه ملاتړ ترلاسه کړى، خو دروس صدر ولاديمير پيوټن دصدرابشارالاسد دحکومت په ضد دبريد مخالف دى.
امريکائي چارواکي وائي ثبوت لري چې داگست په ٢١مه نيټه دشامي حکومت لخوا شوې دزهريلا گيس يوه حمله کې ١٤٠٠ کسان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG