لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام د حما ښار په شمال کې د حکومتي ځواکونو او د باغیانو جګړه شوې


شام په ادلب صوبه کې د خان شېخون کلي نه د حکومتي ځواکونو د بمبارۍ وروسته لوګی پورته کېږي
شام په ادلب صوبه کې د خان شېخون کلي نه د حکومتي ځواکونو د بمبارۍ وروسته لوګی پورته کېږي

شام د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل حکومتي ځواکونو په جوابي حمله کې د حما ښار په لوري پېش قدمي کوونکي باغیان په شا تمبولي دي باغیانو بلخوا ویلي په سختو جګړو کې يې نور حکومتي عسکر او د ایران حمایت یافته وسله وال نیولي دي چې دوه د افغانستان دي.

د شام په قدرې خاموشه شوې خانه جنګۍ کې تازه شدت په تېرو څو ورځو کې راغلی دی چې په مهال یې د صدر بشارالاسد مخالفینو د هېواد د دویم لوی ښار حلب ځينې برخې نيولي او په شمال مغربي صوبه ادلب کې يې په ګڼ شمېر کلیو او بانډو قبضه کړې ده.

د حکومت ضد جګړې مشري حیته تحریر الشام نومې جهادي ډله او د ترکي حمایت یافته سېرین نېشنل ارمي نومې ډله کوي. په سېرین نېشنل ارمي کې ګڼ شمېر نورې ډلې شاملې دي. دواړو ګوندونو د تېرو څو کلونو راهسې په په ادلب او حلب په شمالي برخو کې ځانونه مضبوط کړي دي، په داسې حال کې شام د سیاسي او پوځي جمود سره مخامخ دی.

د اسد او د هغه د غېر ملکي حمایتیانو او د هغه مخالفینو په جنګ کې په تېرو ۱۳ کلونو کې د اندازې ترمخه پينځه لکه کسان وژل شوي دي. مخالفین بشارالسد د حکومت نه لرې کول غواړي.

د شام سرکاري خبري ادارې سانا د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل باغیان د حکومت د ولکې لاندې ښار حما نه تر ۲۰ کلومېټرو پورې په تمبول شوي دي. حما د شام څلورم لوی ښار دی.

د روس هوايي قوت په ملاتړ د شام حکومتي ځواکونو د حما په مضافاتو کې مورچې نیولي دي. په تېرو څو ورځو کې د حما شا او خوا سخته جګړه شوې ده او دمشق تشویش لري د باغیان به د حلب په شان حما هم ونېسي.

د جرمني خبري ادارې ډي پي ای د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل یو فوټوګرافر يې د حما سره نږدې په هوايي بمبارۍ کې ووژل شو. دوه دېرش کلن انس الخربوتلي د تېرو څو کلونو راهسې د تصویرانو دلارې د شام د خانه جنګۍ خبر نګاري کوي.هغه د کال ۲۰۱۷ راهسې د ډي پي ای سره کار کولو. په شام کې خانه جنګي په کال ۲۰۱۱ کې د حکومت خلاف مظاهرو په ضد د حکومتي اقداماتو په نتیجه کې شروع شوې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

باغیانو د مېلېټري اپرېشنز ډپارټمنټ چېنل دلارې د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د ایران حمایت یافته وسله وال يې نیولي چې دوه تنان په کې د افغانستان څخه دي او درې د شام عسکر يې نیولي دي. د دغو دعوو په ازاده توګه تصدیق نه شو کېدلی.

که چېرې باغیان حما ونيسي او صوبه قبضه کړی شي نو ساحلي ښارونه طرطوس او اللاذقية به د نور هېواد نه جدا شي. اللاذقية د بشارالاسد د علوي مسلک مضبوط سیاسي مرکز دی چې روس په کې د سمندري پوځ اډه هم لري.

شام دپاره د متحده قومونو خصوصي استازي ګېیر پيدرمېن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په شام کې تېره هفته شروع شوې تازه جګړې دلاسه په لسګونو زرګونه خلک بې ځایه شوي دي. هغه د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل ته وویل که په تاوتریخوالي کې کمی او سیاسي کوښښونه شروع نه کړی شول نو نور اختلافات، بدتري او تباهي به وشي.

ترکي چې د شام د حکومت د مخالفینو ملاتړ کوي د شام په صدر یې غږ کړی چې حزب اختلاف دې جګړه په سیاسي ډول د ختمولو په کوښښونو کې شامل کړي.

انقره غواړي چې دمشق سره تعلقات سم کړي او د ملک په جنوبي سرحد د کرد وسله والو دلاسه راپورته شوي د امنیت مسله حل کړي او د شام درې مېلین کډوال چې دا مهال په ترکي کې دي وطن ته ستانه شي.

د بشارالاسد حکومت ټینګار کوي چې د تعلقاتو بحالۍ دپاره دا بنیادي شرط دی چې ترکي دې د شام د شمالي برخې نه خپل ځواکونه وباسي.

دمشق باغیان ترهګر بلي او الاسد لوظ کړی چې په فولادي سوک یا په سختۍ به ورسره مقابله کوي.

تاوتریخوالی کمولو دپاره د ترکي او د ایران چارواکو د دې هفتې په شروع کې خبرې اترې کړي دي. عرب ملکونه چې شام سره سرحد لري او په یو وخت کې يې د شام د حکومت د مخالفینو حمایت کولو، په سیمه د جنګ د بیا تودېدو د اثراتو په اړه يې د تشویش او د بشارالاسد د ملاتړ اظهار يې کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG