لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باغیان وايي د شام حما ښار ته یې په ورننوتلو شروع کړې


په حلب ښار کې د وروستۍ جګړې وروسته یو منظر
په حلب ښار کې د وروستۍ جګړې وروسته یو منظر

د شام د حکومت مخالفینو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل حما ښار ته په ورننوتلو يې شروع کړې ده خو حکومي ځواکونه د روس د هوايي پوځ د حملو په ملاتړ کوښښونه کوي چې د باغیانو د پېش قدمۍ مخه ونېسي او په جګړه کې د بلې بریا نه يې منع کړي.

د باغیانو کمانډر حسن عبدالغني په سوشل میډیا وویل باغیانو حما ته په داخلېدو شروع کړې ده. د شام سرکاري مطبوعاتو د دې نه مخکې رپورټ ورکړی و چې حکومتي ځواکونو د باغیانو حمله په شا تمبولې ده.

د شام پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د باغیانو په دې رپورټونو کې څه حقیقت نه شته چې وايي دوی حما ته ورننوتلي دي.

باغیان د نهې، سه شنبې، د ورځ راهسې حما ته د داخلېدو دپاره جنګېږي او دواړو خواو وویل تېره شپه هم سخته جګړه شوې ده.

باغیانو تېره هفته د شام په شمال کې لوی ښار حلب ونیولو او په شمال مغرب د خپل مرکز څخه یې د جنوب په لوري پېش قدمي کړې ده او د حما په شمال کې یوې غونډۍ ته رسېدلي دي. د نهې، سه شنبې، او د شورو، چهارشنبې، په ورځ باغیانو د حما مشرقي او مغربي مضافاتو کې پېش قدمي وکړه.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په کال ۲۰۱۱ کې په شام د صدر بشارالاسد خلاف د احتجاجونو او بیا د خانه جنګۍ د شروع کېدو راهسې حما ښار د حکومت په قبضه کې پاتې شوی دی او که چېرې اوس يې باغیان ونېسي نو د حکومت او د بشارالاسد مرسته کوونکيو روس او د ایران دپاره به لویه ضربه ګڼل کېږي.

په باغیانو کې د ټولو نه لویه ډله سني تنظیم حیه تحریر الشام دی چې په یو وخت کې يې د القاعده سره تړون و. د ډلې مشر ابو محمد الجولاني لوظ کړی چې د شام د مذهبي اقلیتونو تحفظ به کوي خو ډېر خلک د وسله والو په اړه تشویش لري.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ الجولاني د حلب ښار د تاریخي قلعې دوره وکړه، چې د وسله والو دپاره علامتي وخت ګڼل کېږي. په کال ۲۰۱۶ کې وسله وال په ښار د یو څو میاشتو د قبضې وروسته ویستل شوي وو. د جنګ نه مخکې حلب د شام دویم لوی ښار و.

حیه تحریرالشام او نورې باغي ډلې په حلب خپله قبضه د مضبوطولو کوښښونه کوي او د سالوېشن ګورنمنټ په نوم جوړ شوې ادارې د انتظام لاندې يې د راولي.

د حلب اوسېدونکي وايي په ښار کې د ډوډۍ او د خشاک کمی دی او مواصلاتي نظام قطع کړی شوی دی.

روس او ایران د ۲۰۱۵ راهسې د شام د حکومت ملاتړ کوي او هم د دې مرستې دلارې حکومتي ځواکونو ګڼ شمېر علاقې د باغیانو نه بېرته نیولي دي. دواړو ملکونو شام سره د نورې مرستې لوظ کړی دی.

په تېره یوه هفته کې د باغیانو په ولکه کې د شام په شمالي علاقو د روس هوايي حملې زیاتې شوي دي. د شام او عراقي سرچینو ویلي د ایران حمایت یافته ډلو خپل وړمبي محاذونه مظبوط کړي او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې وسله وال د پولې پورې غاړه شام ته اړولي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG