د شام امنیتي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په حمص ښار کې د معزول صدر بشارالاسد حمایت کوونکو د هغه وسله والو تلاش شروع کړو چې وسلې يې نوي حکومت ته د ورکولو نه انکار کړی دی. دا خبر سرکاري میډیا خپور کړی دی.
سانا خبري ادارې د یو پوځي چارواکي له قوله وویل د شام باغیانو چې د اسد حکومت يې نسکور کړی په حمص ښار کې يې مرکزونه جوړ کړي دي چيرته چې د پخواني حکومت عسکر او وسله والو خپلې وسلې جمع کولی شي. دا کېمپېن د شام په نورو برخو کې هم شروع شوی دی.
د خبر ترمخه، د شام نویو چارواکو داسې رپورټونه ترلاسه کړي وو چې په حمص کې د اسد پلوي ملېشو باقیات موجود دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شام په دوما ښار کې په لسګونو کسانو احتجاج وکړو او د هغه څلورو مشهورو فعالانو په اړه يې پوښتنې کولې چې ۱۰ کاله مخکې تښتول شوي او بې درکه دي. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې د شام نوي واکداران دې په دې اړه تحقیقات وکړي.
تېره میاشت د اسد حکومت د نسکورېدو او د هغه روس ته د تګ راهسې د شام په مختلفو علاقو کې احتجاجونه شوي دي او د زرګونو هغه خلکو د معلومولو غوښتنې کېږي چې د بشارالاسد په حکومت کې بې درکه شوي دي.
د حیت تحریرالشام یا اېچ ټي اېس په مشرۍ کې د شام نګران حکومت چې د بشارالاسد اقتدار يې ختم کړی، په مختلفو ډلو د فعالانو په زور د بې درکه کولو د الزاماتو په اړه غېرجانبدارا دریځ خپل کړی دی. اېس ټي اېس د فعالانو د دې غوښتنو حمایت کوي چې حقایق دې معلوم کړی شي او انصاف دې وکړی شي.
په دوما کې د څلورو فعالانو د بې درکه کېدو ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغوی د بې درکه کېدو په وخت ارمي اف اسلام نوې ډله په دوما کې تر ټولو زیاته طاقت وره وه خو ډلې د فعالانو په بې درکۍ کې د ککړتیا خبره ردوي.
ترکي د ارمي اف اسلام حمایت کوي خو دا ډله اېچ ټي اېس په مشرۍ کې د شام په نوي حکومتي اتحاد کې نه ده شامله.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي او د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum