لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دا ځل هم د کرکټ د نړیوالو سیالیو په سیمی فاینل کې نیوزي لینډ ته ماتې ورکولی شي؟


که د "سوپر12 "په پړاؤ کې جنوبي افریقه د ندرلېنډ نه ماتې نه وې خوړلی نو د پاکستان په ځای به یې په سیمې فاینل کې د نیوزي لینډ سره لوبه وه.

د کرکټ په خبرونو کې دغه شان تبصرې لا وس هم روانې دي، خو د پاکستان پلویان د پخواني سپین بالر ثقلین مشتاق یو قول بیا بیا یادوي چې “د قدرت نظام بدل دی”

پاکستان چې په دغه مرحله کې د خپلو لوبو د ګټلو تر څنګ ښه رن رېټ ته هم حاجت ؤ د نورو لوبډلو په ګټلو او بایللو یې تکیه هم وه سیمي فاینل ته د رسیدلو امیدونه یې صفر وو خو دا وخت د سیالیو په څلورو غوره لوبډلو کې ولاړ دی.

پاکستان د اتوار په ورځ هغه وخت سیمي ته ورسید چې پخپله یې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او د سیالیو غوره ګڼل کیدونکې لوبډلې جنوبي افریقه په ندرلینډ وبایلله.

پاکستان دا ځل هم د کرکټ د نړیوالو سیالیو په سیمی فاینل کې نیوزي لینډ ته ماتې ورکولی شي؟

د پاکستان او نیوزي لینډ تر منځه سیمي فاینل په 9 نومبر په سډني کې او د هند او انګلینډ تر منځه په 10 نومبر په ایډلیډ کې کیدونکی دی.

فاینل لوبه به په 13 نومبر په مېلبرن کې کېږي.

د ځیني څیړونکیو په اند که پاکستان او هندوستان خپلې لوبې وګټي نو د دواړو روایتي رقیبانو لوبه په میلینونو خلک وګوري.

وړاندې څو ځله نیوزلینډ په مهمو سیالیو کې د پاکستان نه ماتې خوړلې او لږه موده مخکې نیوزي لینډ په پاکستان په درې ملکي لوبو کې وبایلله خو څېړونکي ګڼي په اسټریلیا کې د سډني میدان نه یواځې ستر دی بلکې تېز او باونسي پیچونه هم لري، په دغه شان پیچونو د پاکستان ریکارډ ډېر ښه ندی.

د کرکټ د مشهورې رسنۍ “کرک اینفو ډاټ کام د اټکلونو په اساس په سیمي فاینل کې د نیوزي لینډ د ګټلو امید 54 فیصده او د پاکستان 46 فیصده دی.

د پاکستان او نیوزي لیڼد د لوبډلو جایزه

د دواړو لوبډلو سره هم په بیټینګ او هم په بالینګ کې ډېر نوموړي لوبغاړي دي.

د نیوزي لینډ سره دا وخت کین ویلیمسن، مارټین ګوپټېل او د ټیم سودي او ټرېنټ بولټ پشان تکړه بالران دي.

د پاکستان په ډله کې بابر اعظم او محمد رضوان د دنیا په تکړه لوبغاړو کې شمارل کېږي خو په روانو سیالیو کې تر دې دمه د دواړو لوبه ډېره کمزورې پاتې شوې، البته په لاندې راتلونکو بیټسمینانو کې محمد حارث، شان مسعود، محمد نواز، افتخار احمد او د شاداب خان نه تر اوسه ښه لوبیدلي.

د پاکستان سره دا وخت په بالرانو کې د شاهین شاه افريدي نه علاوه حارث روف، محمد نسیم او محمد وسیم ښه بالران دي.

د پاکستان او نیوزي لینډ تر منځه شوې مهمې لوبې

نیوزي لینډ تر اوسه د ټي ټویني کپ ندی ګټلې البته پاکستان په 2009 کې دا کپ د یونس خان په مشرۍ کې ګټلی ؤ.

نیوزي لینډ ته پاکستان د 1992 ورلډ کپ د سیالیو په سیمي فاینل کې ماتې ورکړې وه.

پاکستان هغه وخت هم ډېر په ګرانه سیمي فاینل ته وتی ؤ او بیا یې ورلډ کپ هم ګټلې ؤ.

په 1999 کې هم پاکستان په ورلډ کپ سیمي فاینل لوبه کې نیوزي لینډ ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان د 1986 کپ سیمي فاینل کې د نیوزي لینډ لوبډله په 46 رنزونو سوزولې وه او دغه هدف یې بې د کوم لوبغاړي سوزیدلو پوره کړی ؤ.

په روانو نړیوالو سیالیو کې د پاکستان او نیوزي لینډ ګټل او بایلل

په روانو نړیوالو سیالیو کې پاکستان خپله لومړۍ لوبه په هند وبایلله، خو د سنیل ګواسکر په ګډون د کرکټ زیاترو ماهرانو په خیال دغه لوبه د “پیړۍ غوره لوبه” وه.

پاکستان خپله دویمه لوبه د روانو سیالیو په یو کمزورې لوبډلې زمبابوې وبایلله.

خو د جنوبي افریقه، بنګله دېش او نیدر لینډ نه لوبې وګټلې.

په روانو ټي ټوینټي سیالیو کې نیوزي لینډ د اسټریلیا، سري لنکا او ايرلېنډ نه لوبې ګټلي، د باران د لاسه یې د افغانستان سره لوبه ونشوه. د انګلینډ نه یې ماتې وخوړه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG