لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټکر جنګ دی


نن د ټکر د پېښې ۹۰ کلونه وشو ،په ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰م چې کله انګرېزانو د پېښور په قيصه خوانۍ بازار کې د خدايي خدمتګار تحريک په غړو ګولۍ وورولې نو د هغې په ضد په ټوله صوبه کې احتجاجونه پېل شوي وو.

د مۍ په ۲۸مه نېټه ۱۹۳۰م کې د انګرېز حکومت غړي د مردان ضلعې د تخت بايۍ تحصيل د ټکر کلي چاپېره شوي وو او په دغه ورځ يو شمېر ځايي خلک وژل شوي وو.

د دې پېښې نه يوه ورځ وړاندې په ګوجر ګړۍ سيمه کې د خدايي خدمتګارو په جلوس کې د انګرېز سرکار کپتان مرفي وژل شوی ؤ.

په ټکر کلي کې د عوامي نېشنل ګوند مشر غړی لعل شرف اېډووکېټ د ۱۹۷۰م په لسيزه کې د هغه کمېټۍ غړی ؤ کومه چې هغه وخت خان عبدالولي خان د دې پېښې د پلټنو لپاره جوړه کړې وه. نوموړی وايي د ټکر د پېښې وروستو ځيني خلکو خپل مړي خپلو سيمو ته وړي وو او تر اوسه دوي يواځې د اته کسانو قبرونه معلوم کړي دي.

د نوموړي په وينا چې ځيني خلک مومندو ته د درملنې لپاره تللي وو او هلته هم مړه شوي وو خو لا هم د دې پېښې د مړو شمېر او د هغوي نومونه يا ځايونه سم معلوم نه دی.

قام پرست مشران د مۍ په ۲۸مه د هغه قربانۍ ياد تازه کوي او د دوي په وينا په دې پېښه کې ۷۰کسان مړه او يو نيم سل ژوبل شوي وو.

په خېبرپښتونخوا کې په سياسي توګه په دې ورځ کومه غونډه نه ده راجوړه کړی شوې او په پاکستانۍ ميډيا هم د دې پېښې کوم ذکر په نظر نه راځي.

څېړونکي وايي اوس هم د ملک دننه او په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا کې دا رنګ پېښې مخې ته راځي.

د دې پېښې وروستو په سيمه کې کوم بدلون راغلی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر استاذ ډاکټر سهېل خان وايي دغه حالت اوس هم په صوبه کې موجود دي.

د هغه وخت حکومت په اخبارونو کې د ټکر پېښه د رپورټ کولو اجازت نه ورکوله او اوس هم که داسې پېښه وشي نو حال يو دی. هغه وخت هم په نصاب او کتاب کې د دې څه ذکر نه ؤ، اوس هم نشته، مونږ يواځې د مطالعه پاکستان زده کوونکي پاتې شوي يو، بايد نوی کهول څېړنه وکړي او د کتاب سره ځان وتړي چې داسې د خپل تاريخ نه خبر شي.

په ټکر کلي کې دا پېښه يوه تاريخي پېښه وه چې پکې ګڼ شمېر خلکو ژوند له لاسه ورکړی ؤ خو اوس هم نوی کهول د دې پېښې نه بې خبره دی او د نصاب په کتابونو کې هم د دا رنګ پېښو ذکر نشته خو په اولسي سندرو کې د دې ذکر موجود دی.

د نوموړي سندرغاړي سردارعلي ټکر په غږ دا اولسي سندره به هر پښتون اورېدلې وي چې:

په ټکر جنګ دی

ګولۍ ورېږي

او ونې پاڼې رژوينه

په ټکر جنګ دی

وطن زما د تن جامه ده

د تن جامه به لکه ګل غوندې ساتمه

په ټکر جنګ دی

د دې ترڅنګ ځيني شاعرانو هم دا پېښه په شعرونو کې ياده کړې ده

ته راته ووايه چې څه په کربلا کې شوي

ما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې

ارواښاد پروفېسر ډاکټر صاحب شاه صابر

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG