لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د امریکا سره یې په قطر کې غونډه منسوخ کړې، علتونه څه وو؟


د طالبانو او امریکاي چارواکو ترمنځه د قطر ټاکل شوې خبرې په داسې حال کې منسوخ شوي دي چې د افغان حکومت لوړ رتبه چارواکو ويلي دي 2019 په افغانستان کې د سولې کال دی.

طالبانو خبرې ادارې رایټرز ته ويلي دي چې د فریقینو په موضوعاتو اختلافونه وو. په قطر کې دا خبرې د جنورۍ په نهمه او لسمه نیټه کیدلې.

رایټرز خبري اداره دعوا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو یو مهم مشر ورته ويلي دي دواړه فریقین د خبرو په منسوخولو صلاح وو.

د افغان طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د قطر خبرې ولې منسوخ شوې او بیا به کله کیږي ددې تپوسونو سمدستي او تفصيلي ځوابونه کوم فريق نه دي ورکړي خو څیړونکي وايي د دواړو فریقینو په ځيني موضوعاتو اختلافونه وو.

د رایټرز د یوبل خبر ترمخه د قطر په خبرو کې تمه کیدله چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو،د بندیانو په تبادله کولو اؤ دطالب مشرانو څخه د سفري بندیزونو په پورته کولو به خبرې کیدلې.

په قطر کې دا اوسنۍ کیدونکې غونډه تر دې وړاندې په سعودي عربستان کې کیدله وه خو طالبانو ویلي دي چې په دغه غونډه کې دويي د سعودي د غوښتنو مطابق د افغان حکومت د چارواکو سره لیدلو ته تیار نه وو.

په پېښور کې د سیمې د چارو کارپوه مشتاق یوسفزي وي او ای ډیوه ته وویل چې د طالبانو نه دا هم غوښتنه شوې وه چې د جگړې د ختمیدلو اعلان به کوي. خو ددې دعوو سعودي چارواکو پخلی نه دی کړی.

د قطر د خبرو د منسوخۍ اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې د صدر اشرف غني ځانگړي استازي محمد عمر داودزي ويلي دي چې په کال 2019 کې به په افغانستان کې سوله وشي.

ښاغلي داودزي د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل:

"سولې ته ورنزدې کیږو، 2019 کال انشاالله د سولې کال دی، چې په ورنزدې کیدو باندې یو نو د مختلفو زرایعو نه مختلفو طریقو نه ځان اماده کوو چې هم په منطقه کې اجماع جوړه شي، بین الملي اجماع خو جوړه ده"

ښاغلی داودزی نن د جنورۍ د اتمې نه د پاکستان په څلور ورځني سفر دی. هغه په دې سفر کې د پاکستاني حکومتي او پوځي چارواکو سره ويني،

ښاغلی داودزی وايي:

"زه د رئیس جمهور د خاص استازي دنماینده په توگه د منطقوي اجماع د حاصلولو د پاره البته د سولې په مورد کې خپل لومړی سفر د پاکستان نه شورو کوم"

هر څو که ښاغلی داودزی 2019 په افغانستان کې د سولې کال گڼي خوځيني څیړونکي وايي یو شمېر مشکلې فیصلې لا پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه او خبریال رحيم الله یوسفزی وايي د نور کله په پرتله هلې ځلې ضرور سوا شوي دي خو حالات به کوم لوري ته لاړ شي دا ویل گران دي. ښاغلي یوسفزي وی او ای ډیوه ته په یوه مرکه وویل:

"مشکلات شته دی، کار اسان نه دی، په داخل کې تر ټولو لوی چیلنج دی، ځيني خلق طالبانو ته رعایت نه ورکول غواړي"

خو ځيني څیړونکي د ښاغلي عمر داودزي ددغه خیال سره اتفاق کوي چې په افغانستان کې د سولې امکانات سوا شوي دي.

د څېړونکو په خیال د سولې په پروسه کې د سیمه ایزو طاقتونو تندو هلو ځلو گمانونه سِوا کړي دي چې افغان طالبان به پخلا شي او په افغانستان کې به 17 کلنه جگړه پای ته ورسي.

د افغانستان د چارو کارپوهان دا گمانونه شاید ځکه کوي چې د سيمه ایزو طاقتونو پاکستان، روس، چين،ایران، متحده عرب اماراتو،سعودي عربستان او قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې د نور هر کله په پرتله ډېر چټکتوب شورو کړی دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG