لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د اختر ورځو ډزبندي ختمه شوه او طالبانو بیا حملې کړي دي


په افغانستان کې د اختر د درېیو ورځو په تېرېدو سره، د موقتې ډزبندۍ وخت هم ختم شو او افغان حکومت وایي چې طالبانو د اختر په څلورمه، د هېواد په مختلفو برخو کې پر افغان ځواکونو حملې کړي دي.

د لوی اختر درې ورځې، په افغانستان کې په نسبي توګه یو څه آرامي وه او خلکو اختر په خوشحالۍ ولمانځه مگر د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په مناسبت ډزبندي د اختر په څلورمه پای ته ورسېده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د ګل/دوشنبې په ورځ وي او اې ډېوه ته په خبرو کې وویل، "له درې ورځو اوربند وروسته، طالبانو نن (ګل/دوشنبې ورځ) په څو ولایتونو کې، په څو مواردو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پوستو او مواضعو او کتارونو باندې حملې درلودلې چې افغان ځواکونو د خپل ځان او د خلکو د دفاع په خاطر دا حملې په شا تمبولي دي."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې پس له دې هم که چېرته طالبان حملې ترسره کوي او یا هم داسې نښې نښانې ولیدل شي چې په افغان عسکرو د حملې پلان لري، نو د حکومتي ځواکونو لخوا به ټکول کیږي.

بل اړخ ته یو پخوانی طالب چارواکی وایي چې دا ډزبندي له اوله موقتي وه او د غځېدو تمه یې نه وه.

سید اکبر آغا چې اوس په کابل کې د سولې لارې د خلاصون شورا مشر دی، وي او اې ډېوه ته وویل چې دا ډزبندي په دوو مواردو مُقیده وه او د نه غځېدو وجهه یې یوه دا وه چې "د بین الافغاني مذاکراتو وخت لا تر اوسه ندی معلوم او بله وجه یې دا وه چې دا د اختر اوربند و او زما په خیال د بین الافغاني مذاکراتو دپاره دا ضرورت شته چې پخپله یو مستقل اوربند ولري.

د افغانستان عام خلک د اختر ورځې ډزبندۍ ته خوشحاله و، مګر اکثرو یې دا امید درلود چې ډزبندي به وغځیږي. افغان سیاسي څېړونکی او خبریال، ضیا بومیا وایي چې مخالفې وسله والې ډلې قدرت ته د رسېدو او په واک باندې ناست افغان چارواکي په قدرت باندې د پاته کېدو دپاره هڅه کوي، مګر اکثریت خلک سوله غواړي چې څوک یې غږ نه اوري.

ښاغلي بومیا وي او اې ډېوه ته وویل: خلک د اوربند تمدید (غځېدل) غواړي. هر هغه اړخ چې د اوربند په ماتولو ځان ته د امتیاز اخیستلو هڅه کوي، هغه د خلکو د کرکې سبب ګرځي، ولو که دا کرکه تر اوسه په الفاظو نه اظهاریږي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پیلېدل اوس هم د هغو څلور سوه طالب قیدیانو د نه خوشې کېدو له امله ځنډېدلي بريښي چې له افغان حکومت سره په بند کې دي. د افغانستان حکومت راتلونکې د جمعې په ورځ د دغو څلور سوو بندیانو د برخلیک په اړه یوه مشورتي لویه جرګه راغوښتې ده.

افغان حکومت تر اوسه څه دپاسه څلورنیم زره طالب قیدیان له بنده خوشې کړي خو څلور نیم سوه نور چې طالبان یې د خوشې کېدو غوښتنه کوي، صدر غني وایي چې هغه یې د خوشې کولو واک نلري ځکه دوی د حق العبد په کېسونو کې قید پاته دي. په همدې دلیل، ولسمشر غني وایي چې د پاته څلور سوه طالبانو د خوشې کېدو فیصله به د ولس له استازو سره په مشوره کې کوي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا د دې لویې جرګې د اصلي مقصد په اړه شک څرګندوي، او وایي چې که مسئله رښتیا د حق العبد وي، نو بیا لویه جرګه خو هم د حق العبد د بخښلو واک نلري.

د لویي جرگي د جوړېدو د مقصد په اړه، سید اکبر آغا وي او اې ډېوه ته وویل، "دا خبره یوه داسې سطحي خبره ده او د دې تر شا به خامخا نوره خبره وي چې لویه جرګه دې دا فیصله وکړي چې پنځه کاله نور دې دا حکومت وي، سوله به په پنځه کاله کیږي او دلته به مظلوم ملت د ټولو طرفو نه سوځول کیږي."

افغان حکومت له طالبانو سره د قید او شرط پرته خبرو پیلېدو په اړه دوه کاله مخکې هم مشورتي لویه جرګه راغوښتې وه. د افغان صدر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د دې آینده مشورتې لویې جرګې غړي به بیا هم د هماغه تیرې مشورتي لویې جرګې غړي وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG