لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو او امریکا نوي مذاکرات: امریکا به په څه شرطونو افغانستان سره مرسته وکړي؟


د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو جګپوړی هیئت چې قطر ته تللی دی، نن د امریکا د خاص استازي ټام وېسټ سره ګوري.

د امریکا خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازی ټام وېسټ به دوحه کې دوه ورځې د طالبانو سره په خبرو بوخت وي. پاکستان دمخه لا د امریکا او طالبانو ترمنځ د دې دویم پړاو مذاکراتو هرکلی کړی و.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې یو پخوانی خاص استازی ريچارډ اولسن د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د دې روانو مذاکراتو په اړه وي او اې افغان سروس سره مرکه کې وویل، ممکن طالبان د امریکا نه پخپلې دې مطالبې ټینګار وکړي چې د افغانستان منجمد شوې اثاثې دې بېرته آزادې کړي. د ښاغلي اولسن په باور، په دې مذاکراتو کې به امریکا پخپلې دې غوښتنې ټینګار کوي چې افغانستان کې دې ټولشموله حکومت جوړ شي، د ښځو حقونه او شهري آزادي دې پرځای شي، او افغانستان کې دې ترهګري ورکه شي.

ریچارډ اولسن په دې باور دې چې امریکاییانو او طالبانو وار مخکې لا خپل موقفونه واضحه کړي دي او فکر نه کوي چې کوم اړخ هم د خپلو غوښتنو نه په شا شي، مګر دا امکان شته چې امریکا د افغانستان خلکو دپاره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

خو پاکستان کې د نړېوالو چارو څېړنکار امتیاز عالم وي او اې ډېوه ته په خبرو کې وویل چې امریکا به په مفته کې طالبانو سره مرستې ته زړه ښه نکړي. امتیاز عالم وویل: "زه ګڼم چې طالبانو ته به نه خو وېړیا مرستې او نه ډوډۍ مېلاویږي، او امریکا به د سختو شرطونو سره څه مرستې دوی ته ورکړي او دې هرڅه دپاره به دوی ته وخت او اهداف هم ورکوي."

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ دپاره د طالبانو لخوا نومل شوی استازی سهیل شاهین چې تر اوسه یې دا چوکۍ ترلاسه کړې نده، وایي چې د طالبانو حکومت، ټول هغه شرایط پوره کړي چې د یو قانوني حکومت د تسلیمولو (په رسمیت پېژندلو) دپاره لازم دي. شاهین همدا راز وویل چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان چوکۍ هم دوی ته ورکړل شي.

سهیل شاهین له وي او اې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي: "که څه هم هېڅ کوم ملک مونږ په رسمیت نه یو پېژندلي، خو هغوی ټول مونږ سره تعامل (رابطې) کوي. مونږ له ټولو ملکونو سره، په شمول د روس او چین او آن امریکې، رابطې لرو، او هدف دا دی چې د هغو سره عادي تعلقات ولرو."

دوحې ته تللو طالب چارواکو په تېرو څو ورځو کې له قطري، یورپي، او ترکي چارواکو سره هم ملاقاتونه کړي دي. دا ملاقاتونه په داسې حال کې شوي چې د نړۍ هېڅ ملک تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او طالبان له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي.

د یو بل خبر د مخې، یورپي اتحاد ویلي چې دوحه کې د طالبانو جګپوړو چارواکو د دوی نه غوښتي چې د ائیرپورټونو په فعاله ساتلو کې د طالبانو سره مرسته وکړي.

طالبان په داسې حال کې د بهرنیو مرستیو او د خپل حکومت د رسمي پېژندنې مطالبې کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) وايي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو په لوی بشري ناورین یا المیې بدلېدو په حال کې دی.

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان په هرو دوو کسانو کې یو یې ندی خبر چې د دوی آینده خوراک به له کومه راپیدا شي. یاد تنظیم زیاته کړې چې په هرو څلورو مېندواره مېرمنو کې یوه یې، او په دوو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ یا غذائیت اخته دي. افغانستان مخکې هم له ستونزو سره مخ و، مګر د طالبانو په راتګ سره ملک کې لوږه او غریبي یو دم زیاته شوې ده.

د طالبانو وزیراعظم دوه ورځې مخکې وویل چې دا حال خدای راوستی، طالبان یې ذمه وار ندي او خلک دې خدای ته په دعا شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG