د افغانستان واکمنو طالبانو د طب په حکومتي کالجونو کې د مارچ په میاشت کې شروع کېدونکي تعلیم کال کې جینکو ته د داخلې اجازت ورکړی دی.
په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده.
د طالبانو په انتظام چلېدونکي خبري ادارې باختر ویلي په کابل کې د صحت وزارت د امر وروسته د ۱۲ نه زیاتو ولایتونو کې په حکومتي کالجونو کې د هغو جینکو د داخلو لړۍ شروع شوې چې د های سکول یا د دولسم ټولګي نه فارغې شوې دي.
د باختر د رپورټ ترمخه، کاپیسا، پروان، پنجشیر، مېدان وردک، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د طب په سرکاري کالجونو کې د جینکو د داخلو لړۍ دوام لري.
د روغتیا وزارت په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د جینکو په لوړو زدکړو او کارروزګار بندیزونه لګولي دي او امدادي ادارو خبرداری کړی د ښځو په تعلیم د قدغنونو له امله د صحت برخې ته نقصان رسېدلی او په تېر یو کال کې یو ډاکټر هم نه دی جوړ شوی.
ملګرو ملتونو هم په تکرار دا خبرداری کړی چې د صحت په برخه کې د عمومي مستند کارکونکو او په خصوصي توګه د ښځینه کار کوونکو کمی دی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په طالبانو غږ وکړو چې د جینکو په تعلیم او کار روزګار پابندي ته ختمه کړي.
ګوټېرېس په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې ولیکل پکار ده چې ښځې او جینکۍ د سکول نه واخلې تر هغه بحثونو پورې چې فېصلې په کې کېږي د افغانستان د سماجي ژوند په هره برخه کې شرکت ولري.
Forum