لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبري ادارې: طالبانو د عامې معافۍ اعلان او حکومتي کارکونکو ته دندو ته د ستنېدو امر کړی


بل لورته پاکستان سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی افغان پلاوی تیره شپه بیرته کابل ته را ستون شوی دی، سرچینې وایي چې پلاوي د خپل سفر جزییات د ملي روغې جوړې له مشر عبدالله عبدالله سره شریک کړي دي
بل لورته پاکستان سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی افغان پلاوی تیره شپه بیرته کابل ته را ستون شوی دی، سرچینې وایي چې پلاوي د خپل سفر جزییات د ملي روغې جوړې له مشر عبدالله عبدالله سره شریک کړي دي

خبري ادارې وایي طالبانو په ټول ملک کې د عام معافۍ اعلان کړی دی او د مېرمنو په شمول یې د حکومتي ادارو کارکوونکو ته امر کړی چې خپلو دندو ته دې حاضر شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه طالبانو په ټول افغانستان کې د عامې معافۍ اعلان کړی.

د طالبانو یو چارواکي په مېرمنو غږ کړی چې په حکومت دې شاملې شي.

د طالبانو د ثقافتي کمېټۍ غړي انعام الله سمنګاني ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې مېرمنې د شریعت سره سم په حکومت کې خپل کردار ادا کولی شي.

د ای اېف پي ترمخه، په افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته د حکومت او د مېرمنو د کردار په باره کې د طالبانو د یو ذمه وار د لومړی بیان ښکاري.

انعام الله سمنګاني وویل حکومتي کارکوونکو ته پکاره ده چې په اعتماد دې خپل د معمول ژوند شروع کړي.

د رپورټ ترمخه سمنګاني وویل طالبان مېرمنې د مظلومانو په توګه نه ساتل غواړي او مېرمنې د شرعي قوانینو سره سم په حکومت کې شاملېدلی شي.

د خبري ادارې ای پي ترمخه سمنګاني د شرعي قوانینو تشریح ونګړه خو ویې وېل چې خلک د دغو قوانینو نه خبر دي او پکار ده چې عمل پې وکړي. هغه وویل ټول فریقېن باید په حکومت کې شامل شي.

ای پي وویل طالبانو د عام معافۍ وضاحت نه دی کړی خو طالب مشرانو مخکې ویلي چې د چا نه به انتقام نه اخلي.

د ای پي ترمخه د کابل ځینې اوسېدونکي وايي طالبان د هغو کسانو فهرست لري چې د حکومت سره یې مرسته کړې او د دغو کسانو په لټون کې دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې ترجمان روپرټ کولوېل وویل طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه وویل د طالبانو ماضي ته په کتلو د دوی ورستیو لوظونو ته د شک په نظر کتل کیږي. هغه وویل په تېرو شلو کلونو کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې پرمختګونه شوي دي او پکار ده چې د ټولو افغانانو د حقونو دفاع وشي.

ای پي وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ په حجاب کې ځینو مېرمنو په کابل کې د لږ وخت دپاره مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې مېرمنې دې د عام ژوند نه لرې نکړی شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په افغانستان کې د خبرو له لارې د نوي حکومت د جوړولو، د جګړو او د سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه کړی.

بل لورته پاکستان سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی افغان پلاوی تیره شپه بیرته کابل ته را ستون شوی دی، سرچینې وایي چې پلاوي د خپل سفر جزییات د ملي روغې جوړې له مشر عبدالله عبدالله سره شریک کړي دي.

بلخوا ټاکل شوې ده پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار نن دوحې ته لاړ شي.

همهاله په کابل کې مېشت طالب چارواکي وایي چې د نن ورځې تر پایه به د لنډ مهاله حکومت په تړاو هوکړه وشي.

په کابل کې د طالبانو یوه مسوول کس له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې ژر به ټولې دولتي ادارې په خپلو فعالیتونو پيل وکړي او د ټولو اداراتو له چارواکو سره یې کتلي چې دوی خپلو چارو ته ادامه ورکولی شي.

هغه زیاته کړې چې د نن ورځې تر پایه به پر لنډمهاله حکومت هوکړه وشي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

نوموړي یو ځل بیا کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې امنیت یې خوندي دی او د هېڅ شي په اړه دې اندېښنه نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG