لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي خصوصي ځواکونو يې د داعش 11 وسله وال وژلي


د ډسمبر په 12 نېټه د کابل په لانګان هوټل حمله کې د پېنځو چینایانو په شمول ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي وو.  په لانګان هوټل کې زیاتره چینايي شهریان مېشته وو. داعش د حملې ذمه واري منلې ده
د ډسمبر په 12 نېټه د کابل په لانګان هوټل حمله کې د پېنځو چینایانو په شمول ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي وو.  په لانګان هوټل کې زیاتره چینايي شهریان مېشته وو. داعش د حملې ذمه واري منلې ده

د افغانستان واکمنو طالبانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل خصوصي ځواکونو يې په کابل او د ملک په نورو ځایونو کې د داعش 11 وسله وال وژلي او اووه یې نیولي دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په ټوېټر یو بیان کې وویل د داعش دغه وسله وال په کابل کې د ورستیو حملو په تنظیمولو او سر ته رسوولو کې ککړ وو. د مجاهد ترمخه د داعش په ضد عملیات د شورو، چهارشنبې، په شپه وکړی شول.

وي او ای د طالبانو د ترجمان د خبرو په ازاده کچه تصدیق نه شي کولی.

ذبیح الله مجاهد وویل تېره شپه په ننګرهار کې هم طالبانو د داعش خلاف عملیات وکړل او د ډلې وسله وال يې ووژل چې پکې د مجاهد په قول د داعش یو اهم کمانډر هم شامل و.

د ډسمبر په 12 نېټه د کابل په لانګان هوټل حمله کې د پېنځو چینایانو په شمول ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي وو. په لانګان هوټل کې زیاتره چینايي شهریان مېشته وو.

د ډسمبر په دویمه نېټه په کابل کې په پاکستاني سفارتکار عبېدالرحمان نظاماني حمله وشوه. هغه په حمله کې محفوظ و خو د هغه یو پاکستانی محافظ زخمي شوی و.

داعش د دواړو حملو ذمه واري منلې ده.

داعش د تېر اتوار، يکشنبې، په ورځ په کابل کې د پوځي هوايي اډې سره نژدې د ځانمرګي حملې مسولیت هم منلی دی. ډلې ویلي هغه وسله وال کړې چې د چینایانو په هوټل حمله کې ژوندی وتلی و.

داعش په ټېلېګرام یو پېغام کې د هوايي اډې سره نژدې حمله کې د 20 کسانو د وژل کېدو دعوه کړې وه خو طالبانو دغه شمېره رد کړې. طالبانو ویلي وو چې په حمله کې د تلفاتو په اړه به معلومات شایع کوي خو لا یې نه دي کړي.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې او د طالبانو په دې دعوه یې پوښتنې راپورته کړې چې وايي داعش ته یې نقصان رسوولی دی.

تېره هفته د افغانستان بدخشان ولایت د پولیس مشر او د هغه دوه محافظان په موټر بم چاودنه کې ووژل شوو. داعش د بدخشان په مزکر فېض اباد کې د حملې ذمه واري منلې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات په اسلام اباد کې د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG