د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي د دوو چینایانو په شمول يې پېنځه کسان په دې الزام نیولي چې یو زر مېټرک هغه کاڼي (ډبرې) چې د لېیم عنصر پکې وي د افغانستان نه یې بهر د قاچاق یا سمګل کولو.
د لېیتم د قاچاق په شک دغه کسان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې نیول شوي دي.
افغان ټېلې وژن چېنلو د اتوار، يکشنبې، په ورځ د طالبانو د استخباراتي چارواکو له قوله په خپلو رپورټونو کې وویل چې چینایانو او د دوی افغان همکارانو کوښښ کولو چې په غیرقانوني ډول "دغه قیمتي" کاڼي د پاکستان د لارې چین منقتل کړي.
د طالبانو د کانونو او د پېټرولو وزارت چارواکي محمد رسول عقاب وویل کوم کاڼي چې د افغانستان نه بهر قاچاق کېدل پکې تر ۳۰ فیصد پورې د لېتیم عنصر موجود و. هغه وویل دغه کاڼې په نورستان او کونړ ولایتونو کې په خفیه توګه راوېستل شوي وو.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د لېتیم په راوېستلو او خرڅولو پابندي لګولې ده. وېل کېږي چې په افغانستان کې د یو ټرېلین ډالرو مالیت معدنیات موجود دي چې پکې د لېتیم ذخایر هم موجود دي په ملک کې جنګونو دلاسه دغه معدنیات نه راوېستل کېدی.
لېیتم په بېټریانو کې استعمالېدونکی اهم عنصر دی او دا مهال چې په دنیا کې د صفا توانای حاصلولو دپاره کوښښونه زیات شوي دي د لېتیم قیمتونه هم لوړ شوي دي.
امریکې او مغربي ملکونو په طالبانو اقتصادي بندیزونه لګولي دي چې له امله يې څېړونکي وايي افغانستان په معاشي توګه د مشکلاتو سره مخامخ دی.
که څه هم طالبان د نورو ملکونو سره په رسمي ډول په لویه کچه تجارت نشي کولی خو پاکستان ته یې د کويلې یا د سکرو برامدات زیات کړي دي.
يادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي