لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان:‌ بین الافغاني مذاکرات رانژدې کیدو سره سم د طالبانو بریدونه دوام لري


File Photo

د افغانستان په قندوز ولایت کې د چارواکو په وینا د ګل/ دوشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه اته افغان امنیتي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د قندوز والي ویاند عصمت الله مرادي وي او ای ته ویلي وسله والو طالبانو په نیمه شپه د افغان امنیتي عسکرو په یوه پوسته برید وکړه چې ترناوخته بیا جګړه روانه وه.‌ نوموړي‌ ویلي د ایالتي مرکز سره نژدې د شنوارو په کلي کې په جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان هم وژل شوي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یو ټوېټ کې د دغه برید پخلی کړی او په برید کې یې د نهه افغان امنیتي عسکرو د وژلو دعوه کړې. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې په دغه جګړه کې یو هموي ګاډې سره د عملې تباه شوی چې د افغان امنیتي‌ عسکرو مرستو ته روان وو.‌

د قندوز په ګاونډي بغلان ولایت کې بیا د تیرو څو اونیو راهسې د کابل او مزارشریف په لویه لاره د افغان طالبانو لخوا جوړو شوو غیرقانوني چیک پوستو د ولایت په اوسیدونکو کې د بد امنۍ اندېښنې سېوا کړي.

د افغان طالبانو لخوا په افغان امنیتي عسکرو دا بریدونه په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان په حکومت د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو زر شورو کولو په سر فشار سېوا شوی.

په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدفیر روس ویلسن د اتوار په ورځ په یو ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ مونږ د دې هیواد د مشرانو نه په بیړنۍ توګه د نوي حکومت د جوړلو غوښتنه کوو، چې د ملي پخلاینې عالي شورا رامېنځ ته کړي، د بندیانو تبادله سر ته ورسوي او بین الافغاني خبرې اترې دې پرانستل شي.٬٬

اخوا افغان حکومت د مارچ په میاشت کې شورو کیدونکي امکاني خبرو اترو د ځنډیدو تور په طالبانو لګوي. د افغانستان د سولې وزارت ویاندې نجیه انوري ویلي، افغان حکومت د طالب بندیانو خوشي کولو په مهال د افغانستان موجوده قوانین په پام کې نیولي وو.‌

د افغان حکومت او طالبانو تر منځه خبرو اترو کې د ۱۰۰۰ افغان امنیتي عسکرو د خوشي کولو په بدل کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشی کول یو لوې خنډ وو. تر اوسه افغان حکومت ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي، خو د پاتې نورو د خوشي کولو نه یې انکار کړی دی. افغان حکومت وايي دغه پاتې طالبان په خونړي بریدونو کې ککړ خطرناک بندیان دي. افغان حکومت د دغو په بدل کې د نورو بندیانو د نومونو غوښتنه هم کړی وه خو وسله والو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې.

د طالب بندیانو خوشي کول د امریکا او افغان طالبانو ترمنځه شوې لوظنامې برخه وه کومه چې د فرورۍ په میاشت کې په دوحه کې شوې وه. افغان حکومت د فرورۍ په خبرو اترو کې نه وو شامل،‌ او د شورو نه یې وویل چې طالب بندیان به هله خوشي کوي چې دوي د اوور بند اعلان وکړي.

خو سره د دې ستونزو د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړي استازي محمد عمر داودزۍ وي او ای اردو څانګې ته ویلي،‌ بین الافغاني خبرې اترې په څو اونیو کې شورو کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG