لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د طالبانو مشر افغانان د دولت او دنیاوي عزت د ګټلو نه منع کړي دي


د ای پي ترمخه، د مذهبي دستورو په موقع د اخوندزاده او د اپرېل په میاشت کې د یو بل بااثره طالب مشر سراج الدین حقاني پېغام د طالبانو په صفونو کې د سخت دریځو او معتدلو مشرانو ترمنځ اختلاف څرګندوي چې غواړي طالبان سختې تګلارې ختمي کړي او دا ډول زیات حمایت جلب کړی شي
د ای پي ترمخه، د مذهبي دستورو په موقع د اخوندزاده او د اپرېل په میاشت کې د یو بل بااثره طالب مشر سراج الدین حقاني پېغام د طالبانو په صفونو کې د سخت دریځو او معتدلو مشرانو ترمنځ اختلاف څرګندوي چې غواړي طالبان سختې تګلارې ختمي کړي او دا ډول زیات حمایت جلب کړی شي

د افغانستان د واکمنو طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوي اختر په مناسبت خپل پېغام کې افغانان منع کړي چې دولت او دنیاوي عزت دې نه ګټي په داسې حال کې چې هېواد يې د انساني بحرانونو او په نړیواله کچه د تنهايي ښکار دی.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د عامه نظر نه په عمومي توګه پناه اخوندزاده افغانانو ته دغه پېغام د کندهار په یو جومات کې د لوی اختر د لمونځ په خطبه کې ورکړو.

د اخوندزاده د بیان نه څو هفتې وروسته به د طالبانو یو پلاوی د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې شرکت دپاره د قطر سفر کوي. د غونډې انتظام ملګرو ملتونو کړی دی.

په قطر کې به دا دریمه غونډه وي. په وړمبۍ ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړی شوې او په دویمه غونډه کې يې ځکه شرکت نه و کړی چې دا غوښتنه يې نه وه منل شوې چې د طالبانو پلاوی دې په رسمي ډول د افغانستان نماینده وګڼل شي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو ترجمان سټيفان ډوجېرېک طالبان د قطر غونډې ته د رابلل کېدلو دا مطلب نه دی چې طالبان په رسميت وپيژندل شوو.

د ۲۳ منټو په خپله خطبه کې اخوندزاده د مسلمانانو په څېر افغانانو ته خپل فرایض وریاد کړل او د اتحاد غږ يې تکرار کړو.

د ای پي ترمخه، د مذهبي دستورو په موقع د اخوندزاده او د اپرېل په میاشت کې د یو بل بااثره طالب مشر سراج الدین حقاني پېغام د طالبانو په صفونو کې د سخت دریځو او معتدلو مشرانو ترمنځ اختلاف څرګندوي چې غواړي طالبان سختې تګلارې ختمي کړي او دا ډول زیات حمایت جلب کړی شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل پېغام کې اخوندزاده وویل د مسلمانانو ترمنځ ورورولي غواړي او د طالب چارواکو او د عامو شهریانو ترمنځ په اختلافاتو ناخوښه دی.

اخوندزاده وویل خوشحاله به وي که د لرې کولو فېصله يې کېږي ترڅو چې په دې فېصله کې مفاهمت او یوالی موجود وي. خو هغه وویل د خلکو په اختلافاتو او بې اتفاقۍ خفه دی.

اخوندزاده وویل انسان د دولت او دنیاوي عزت ګټلو دپاره نه بلکې د الله د عبادت دپاره پېدا کړی شوی دی. هغه وویل نظام يې اسلامي دی او پکار ده چې طالبان پې ودرېږي.

د طالبانو مشر زیاته کړه چې د خدای سره يې لوظ کړی چې افغانستان کې به انصاف او شریعت نافذ کوي خو داسې نه شي کېدلی ترڅو چې اتفاق نه وي. د هغه په قول بې اتفاقي دښمن ته ګټه روسوي.

د اسلام د خپلې تشریح دلاندې طالبانو د ۱۱ کلونو نه د زیات عمر جینکۍ د تعلیم نه منع کړي دي، ښځې عامه ځایونو ته نه شي تللی، کار روزګار نه شي کولی او د محرم نه بغېر لوی سفر نه شي کولی.

اخوندزاده طالب چارواکو ته وویل چې د عالمانو نصیحت ته د غوږ ږدي. هغه وویل طالب چارواکي دې تکبر نه کوي او غرور نه کوي او نه دې هم د اسلامي تعلیماتو خلاف ورزي کوي.

پاکستانی خبریالی احمد رشي چې د افغانستان او طالبانو په اړه يې ګڼ شمېر کتابونه هم ليکلي دي، وویل د اتفاق دپاره د اخوندزاده غږ د مایوسۍ نخښه ده چې ځکه هغه د بې روزګارۍ، اقتصادي ترقۍ او د سماجي اصلاحاتو په شان د مسلو ذکر و نه کړو چې افغانستان ورسره مخامخ دي.

په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر ساوت اېشیا انسټېټيوټ یا د جنوبي اېشیا د څېړنې مایکل کوګلېمن وویل په یوالي د اخوندزاده ټینګار دا معنان ده چې هغه په مستقبل کې د ممکنه اختلافاتو مخه نیول غواړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG