لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا هبت الله: طالبان دې د خپلوي پالنې یا اقرباپرورۍ نه ډډه وکړي


د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې همدارنګه ویل شوي چې د "خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ دې چاته له وظیفې ورکولو څخه په ککله ډډه وکړي."
د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې همدارنګه ویل شوي چې د "خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ دې چاته له وظیفې ورکولو څخه په ککله ډډه وکړي."

د افغانستان د واکمنو طالبانو مشرهبت الله اخونزاده طالب چارواکو ته امر کړی چې په حکومتي چوکیو ګمارل شوي خپل خپلوان دې د دندو نه لېرې کړي او د خپلوي پالنې یا د اقربارپرورۍ نه دې ډډه وکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، داسې الزامات مخې ته راغلي چې ځینو طالب چارواکو د اهلیت نه لرلو باوجود خپل زامن په حکومتي پوسټونو ګمارلي دي.

د وي او ای په رپورټ کې دا نه دي وېل شوي چې کومو طالب چارواکو د کورنۍ غړي په حکومتي چوکو کښېنولي او یا دا چې د طالبانو په حکومت کې اقرباپروري یا خپلوي پالنه څومره لویه مسله ده خو د امریکي د حکومت یوې ادارې د پخواني صدر اشرف غني په حکومت کې اداري فساد یا کرپشن او د خپلې خوښي خلک په حکومتي چوکیو ګمارل کېدل د هغه د حکومت د نسکورېدو په عواملو کې شامل علت بللی.

سيګار، چې په افغانستان کې د امریکې د بیا رغونې د هلو ځلو څارنه کوي، د ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې خپل رپورټ کې ویلي وو چې اشرف غني د خپلې خوښې د نژدې پلویانو دلارې په افغانستان حکومت چلولو چې په نازک وخت کې بې ثباته شو.

سيګار په دغه رپورټ کې وویل د واک اختیار په یو ځای کې مرکوز ساتل، کرپشن (اداري فساد) او مشروعیت دپاره کوښښونه ځینې هغه عوامل دي چې له امله يې د افغانستان حکومت د نسکورېدو څنډې ته ورسېدو.

اشرف غني به وېل حکومت يې د اداري فساد د ختمول هلي ځلې کوي او په دې لړ کې یې تګلاره جوړه کړې ده.

د صدر اشرف غني حکومت د ختمېدو او ملک نه د هغه وتلو وروسته طالبان بیا واکمن شوي خو له دوو لسیزو جګړې وروسته، د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته له ژورو اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی.

د طالبانو د خپلوي پالنې پر کړنو سربېره، دغې ډلې ډېرې ښځې هم له کار کولو منعې کړې دي او نجونو او ښځو ته يې په منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده کړو د دوام اجازه هم ورنه کړې ده

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو مشر د اقربارپرورۍ خلاف فرمان د خالي، شنبې، په ورځ جاري کړو او د طالبانو ترجمانانو ټوېټر دلارې خپرو کړو.

د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې همدارنګه ویل شوي چې د "خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ دې چاته له وظیفې ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي."

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو مشر په خپل فرمان کې ویلي: "د ټولو امارتي ادارو مسؤلین، چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې خپل یو یا څو زامن مقرر کړي دي، د حکم له ابلاغ وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پر ځای دې نور کسان وګماري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG