لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان پنجشیر د نیولو دعوه کوي، د مزاحمت مشر د مزاکراتو وړاندیز کړی


احمد مسعود
احمد مسعود

طالبانو د ګل، دوشنبې، په ورځ پنجشیر د نیولو دعوه وکړه او ویې وېل د پنجیشیر د ونیولو په نتیجه کې په ټول ملک کې جنګ ختم شو.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په خپل بیان کې وویل دا "فتح" جنګ ختموي او د پرامنه ژوند دپاره لاره هواروي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو مطبوعاتو داسې وډیو هم شریک کړي چې د دوی په وېنا پکې په پنجشیر کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په حکومتي ودانیو د طالبانو بېرغونه پورته کړی شوي دي.

د ملي مقاوت جبهې د خارجه چارو مسول مېصم نظري په فېس بک خپل پېغام کې پنجشیر د نیولو د طالبانو دعوه رد کړه. هغه وویل پنجشیر د نیولو د طالبانو عوه "غلطه ده."

نظري وویل د اېن ار اېف وسله وال په پنجشیر کې موجود دي او سټرېټیجګ محاذونه یې نيولي دي او جګړه دوام لري.

هغه وویل د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوي چې د طالبانو او د دوي همکارانو په ضد به یې هلې ځلې د "انصاف او ازادۍ" په ځای کېدو پورې دوام لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼو سرچینو د پنجشیر په جګړه کې د ملې موقاوت جبهې ترجمان فهیم دشتي او د احمد مسعود د یو تربور جنرل عبدالودود د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د مخالفې ډلې مشر او د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې په پنجشیر کې لا هم د طالبانو مقابلې ته ولاړ دی، وایي د دیني عالمانو د دې وړاندیز هرکلی کوي چې د جنګ ختمېدو ته دې د روغې جوړې لاره انتخاب شي.

تر دې وړاندې د افغانستان رسنیو خبر ورکړی و چې دیني عالمانو په طالبانو غږ وکړ چې په پنجشیر کې د جګړې د ختمولو دپاره دې د مذاکراتو د لارې ستونزې هوارولو ته غاړه کیږدي.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود دا بیان د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپلې فیسبوک پاڼې باندې خپور کړی دی. احمد مسعود پخپل بیان کې لیکلي: «د ملي مقاومت جبهه په بنیادي توګه د روانو ستونزو هوارولو او د جګړې د سمدستي بندېدو او د مذاکراتو د بهیر دوام باندې اتفاق لري، او هیله مند دي چې د طالبانو ډله د علمای کرامو دې غوښتنې ته لبیک ووایي او عملي ګامونه پورته کړي.»

مسعود زیاته کړې چې که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپلې حملې او پوځي خوځښتونه ختم کړي، نو دوی (د مقاومت جبهه) حاضره ده چې جنګ سمدستي ختم کړي. د هغه وینا ده چې هیله لري په یوه لویه غونډه کې له علماوو او مصلحینو سره خبرې اترې په هراړخیز ډول دوام پیدا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG