لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هملند: امریکايي ډرون برید کې د طالبانو مشر ملا منان وژل شوی


د افغانستان په هلمند ولایت کې په یو امریکايي ډرون برید کې د افغان طالبانو یو مهم مشر ملا عبدالمنان وژل شوی.

افغان چارواکو او طالبانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ملا عبدالمنان د وژنې پخلی کړی. چارواکو ویلي ملا عبدالمنان سره د خپلو څلورو ملګرو د هلمند ولایت په نوزاد اولسوالۍ کې په یو امریکايي ډرون برید کې وژل شوی.

د ملا عبدالمنان وژنه افغان طالبانو ته غټ تاوان ګڼل کیږي.

د طالبانو لخوا خپور شوي یو بیان کې وېل شوي، ملا منان د افغانستان لوي ولایت هلمند موقتي ګورنر وو. افغان طالبان د هلمند ولایت لویه سیمه د کنټرول لاندې لري او د ملا منان مرګ یو لوي تاوان ګنړي.

د افغانستان هلمند ولایت په دغه هیواد کې د مخادره موادو د قاچاق مرکز ګڼل کیږي. وېل کیږي چې ملا منان به د مخادره موادو د قاچاق د لارې طالبانو ته راتلونکي پېسو څارنه کوله.

د افغان طالبانو لخوا خپور شوي بیان کې ادعا شوې چې د وژل شوي ملا منان په مشرۍ کې طالبانو د هلمند ولایت ۹۵ سلنه برخه نیولې وه.

ګمان کیږي ملا منان به د هلمند په خواو شا ولایتونو لکه غزني کې هم د جګړو پلانونه جوړول. په غزني کې روانه اونۍ د سړک غاړې ښخ یو بمي چاودنه کې درې ا مریکايي عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوی وو. په دغه چاودنه کې یو امریکايي کنټریکټر هم ژوبل شوی وو.

د افغانستان په هلمند ولایت کې دا تازه امریکايي ډرون برید د هغه رپورټونو وروسته ترسره شوی چې وایي امریکا د روان کال (۲۰۱۸) په لومړیو ۱۰ میاشتو کې په یو کال کې تر ټولو زیات بمي بریدونه ترسره کړي چې شمیره يې ۶۰۰۰ ده.

د ملګرو ملتونو او افغان چارواکو په وینا د تېرې نهې یا سهشنبې په ورځ په هملند ولایت کې د امریکايي عسکرو په هوايي برید کې د ۲۳و نه سېوا عام خلک وژل شوي وو. په دغو کې ۱۵ ماشومان او اته ښځې وې.

ملګرو ملتونو د وړاندې نه په افغانستان کې د افغان عسکرو په هوايي بریدونو کې د عامو افغانانو د وژنې زیاتیدونکي شمیره ریکارډ کړې.

په افغانستان کې په جګړه کې زیاتوالی په داسې وخت راغلی چې واشنګټن په نژدیو ورځو کې د افغان طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې اترې پېل کړي.

هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ افغان چارواکو پخلی کړی په پکتیا ولایت کې په یو هوايي برید کې ۱۰ ملکي خلک وژل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ملکي خلکو د دغې وژنو وروسته ځايي خلکو سره د خپلو مړو احتجاجونه هم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG