په تېر یو کال کې طالبانو په افغانستان خپل حکومت مضبوط کړی، په ملک کې امنیت بهتر شوی خو د وي او ای رپورټ وايي په ښځو د قدغنونو له امله نه خو د طالبانو حکومت په نړیواله کچه تسلیم شوی او نه هم په طالبانو د مغربي ملکونو بندیزونه لرې کړی شوي دي.
په افغانستان کې د صورتحال په اړه د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو د بیا واکمنۍ په 16 میاشتو کې په افغانستان کې د اقتصادي بحران او په لویه کچه د خلکو د هجرت په اړه تویش څه لږ ډیر کم شوی دی چې یو لوې سبب یې د امریکايي صدر جوبایډن دا اقدام هم ګڼل کېږي چې د افغانستان ته د بشري امداد په لړ کې یې په بندیزونو کې ځینې استثناګانې ورکړي دي او ځینو مغربي ملکونو هم بشري امداد کړی دی.
طالبانو هم د کرپش یا اداري فساد خلاف ګامونه پورته کړي دي، تشدد یې کموالی راوستی دی او پاکستان ته د کویلې یا سکرو په برامداتو کې ډیره اضافه کړې ده او د ا ډول د اقتصادي بحران په لوري د افغانستان د ورتګ مخه نیول شوي ده.
د وي او ای رپورټ وايي ښځو سره د سلوک او د انساني حقونو په لړ کې افغانستان په نړیواله کچه د تنقید سره مخامخ دی.
رپورټ وايي سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په ناروی کې د افغانانو یوه غونډه وشوه او دا امید پېدا شو چې طالبان به د خپلو لوظونه سره سم د مېرمنو ازادي یقیني کړي، ښځو ته د تعلیم حق ورکړي او په بدل کې به مغربي ملکونه طالبانو سره همکاري شروع کړي. خو داسې و نه شول او طالبانو د مېرمنو د ازادیو په ضد اقدامات نور هم سخت کړل.
رپورټ وايي د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده په جینکو او ښځو د قدغنونو لرې کول دپاره د مغربي ملکونو غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي چې هغه د خارجیانو خواهشات نه شي پوره کولی او نه ورته دا د قبلولو وړ دي. هغه ویلي چې په شریعت مفاهمت نشي کولی او نه هم په شریعت مفاهمت کې د مغربي ملکونو سره د همکارۍ څه ګام اخیستل غواړي.
طالبانو د خلکو په مجموع کې د سزاګانو بهیر هم بیا شروع کړی. د یو شمېر ښځو په شمول ګڼ شمېر کسانو ته د درو سزاګانې ورکړی شوي دي او دا میاشت په فراه ولایت کې طالبانو په یوه غونډه کې د مرګ سزا هم عملي کړه.
په نړیواله کچه د طالبانو د سزاګانو غندنه شوي ده.
طالبانو د نړیوالې ټولنې انتقاد رد کړی او دا یې د اسلام بې احترامي او د افغانستان په چارو کې مداخلت بللی دی.
د ناروی خارجه وزیرې اېنېکن هاتفلټ تېره هفته یوې غونډې ته وویل افغان مېرمنې د ټولنیز ژوند نه حدف کړی شوي دي او دا چې طالبان د خپلو لوظونه نه په شا شوي دي، سکولونه یې نه دي پرانېستلي، ټول شموله حکومت یې نه دی جوړ کړی او د انساني حقونو احترام نه کوي چې د ورستۍ سزاګانو نه څرګندیږي.
د ناروی خارجه وزیرې په جنورۍ کې د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د کوربتوب دفاع وکړه او ویې وېل افغانانو ته د انساني امداد رسولو دپاره طالبانو سره روابط ساتل ضروري دي.
د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي د خپل حکومت د تګلارو دفاع کوي. وي او ای ته لیکل شوي یو بیان کې هغه وویل پکار ده چې مغربي نړۍ د اجتماعي سزا په خپله پالېسۍ نظر ثاني وکړي او افغانانو ته د ژوند په شان د بنیادي انساني حق اجازت ورکړي.
بلخي وویل د غیرملکي مداخلت په سبب په افغانستان کې د تېرې نیمې پېړۍ د بحران او تشدد نه پس پکار د چې افغانان د همکارۍ او د اعتماد دلارې د خپلو ژوندونو د بیا ابادولو موقع ولري.
د واشنګټن وېلسن سېنټر د ساوت اېشیا انسټېټیوټ یا د جنوبي اېشیا د چارو مشر مایکل کوګل مېن وايي امید نه لري چې اینده کابل به د طالبانو او د نړیوالې ترمنځ څه مفاهمت وشي. هغه وویل د طالبانو پالېسۍ یا تګلارې د ملا هېبت الله په شان دې سخت دریځو مشرانو په لاسونو کې دي او د فېصله سازۍ اختیار هم لري. هغه زیاته کړه چې طالبان په دې کې دلچسپي نه لري چې نړیواله ټولنه یې ومني، یا د نړیوالې ټولنې سره مفاهمت او ای همکاري وکړي.
افغان څېړونکی طارق فرهادي په خپلو صفونو کې د اختلافاتو ختمولو دپاره طالبان د سخت دریځه فکر مشران خوشحالوي او د هغوی تګلارې عملي کوي.
طالبان دا خبر د مغربي مطبوعاتو پراپګېڼدا بللي چې د سخت او نرم فکر مشرانو ترمنځه یې اختلاف موجود دي.
طالبان وايي په ملک کې یې جنګ ختم کړی او د داعش خراسان وسله والې ډلې خلاف یې ګامونه پورته کړي دي. طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان یو شمېر حملې کړي دي، چې پکې د پاکستان او روس په سفارتي هدفونو او چینايي شهریانو حملې شاملې دي.
بلخي د ترهګرۍ خلاف د طالبان د ګامونو دفاع وکړه او دا لوظ یې تکرار کړو چې طالبانو به د دې خبرې اجازت نه کوي چې د افغانستان خاوره دې د بل ملک خلاف استعمال شي.
طالبان د ملي مقاومت جبهې د ټېټې کچې بغاوت سره هم مخامخ دي. د پخواني حکومت ځینې مشران د جبهې ملاتړ کوي چې مرکز یې پنجشیر کې ګڼل کېږي. څېړونکي وايي د ملي مقاومت جبهې طالبانو دپاره څه مشکل نه دی پېدا کړی او دا چې نړیواله تولنه هم نه غواړي چې افغانستان بیا په بدامني اخته شي.
د ډسمبر په 12 نېټه وېنا کې د ناروی خارجه وزیرې هوتفېلټ وویل "تاریخ مونږ ته ښودلي چې افغانستان هېرول د دانش مندۍ خبره نه ده. که دا ملک خان جنګۍ ته ورځي او ایا د ترهګرۍ مرکز جوړېږي نو هېڅ څوک به محفوظ نه وي. دا به هم د افغان ولس او هم د نړیوالې ټولنې دپاره د تکلیف سبب وي."
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي