لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متقي پاکستان ته ویلي "زمونږ‎ او ستاسو د سرحدي ځواکونو لانجه د دواړ‎و په ګټه نه دہ"


متقي پران د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، "په کرښه باندې مشکلات ایجادول نه ستاسو په ګټه دي نه زمونږ‎ په ګټه دي"
متقي پران د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، "په کرښه باندې مشکلات ایجادول نه ستاسو په ګټه دي نه زمونږ‎ په ګټه دي"

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بھرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته په مخاطب کولو سرہ ویلي، زمونږ‎ او ستاسو د سرحدي ځواکونو لانجه د دواړ‎و په ګټه نه دہ.

متقي پران د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، "په کرښه باندې مشکلات ایجادول نه ستاسو په ګټه دي نه زمونږ‎ په ګټه دي".

نوموړ‎ي پاکستان په مخاطب کولو زیاته کړ‎ې "زہ چې تاته د ورور، مسلمان او سیال په ستر ګه ګورم ته ھم په ھغه ستر ګه راته و ګورہ، تجارت او راشه درشه د اصولو په رڼا کې راسرہ وکه، تاته چې مې لارہ د ټرانزټ درکړ‎ې دہ ټوله مرکزي اسیا مې درته خلاصه کړ‎ې دہ زہ ھم حق لرم چې ستا د ټانزټي لارې نه استفادہ وکړ‎م".

متقي ویلي، "بار بار مو دا پېغام ورکړ‎ی چې راشئ د مفاھمې د لارې، د خبرو د لارې د سفارتي چېنلونو د لارې ټول مشکلات سرہ حل کړ‎و ".

ھغه زیاته کړ‎ې، "د ګانډیانو سرہ ھیڅ مشکل نه لرو د ټولو سرہ که وړ‎ه پېښه راغلې او که غټه ھغه مو ورسرہ حل کړ‎ې دہ، بیا یې ھم ورسرہ حل کوو".

د طالبانو د بھرنیو چارو وزیر د کومې سرحدي پېښې نوم نه دی ویلی او نه یې کوم مشکلات څرګند کړ‎ي دي.

د امیر خان متقي څر ګندونو ته پاکستان په سمدستي ډول کوم ځواب نه دی ویلی خو په 16 دسمبر د پاکستان د چمن -سپین بولدک سرحدي سیمه کې د افغان طالبانو د سرحد ساتونکو ځواکونو لخوا په شوو ډزو پاکستان افغانستان ته سخت احتجاج کړی او په اسلام اباد کې یې افغان ناظم الامور خارجه وزارت ته بللی وو.

پاکستان ویلي وو چې افغان ناظم الامور ته یې دا خبره ور په یاده کړ‎ې چې د وګړو تحفظ د دواړو هیوادونو مسولیت دی او د داسې رقم پېښو مخنیوي ته اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویلي وو پاکستان افغانستان سره د ورورولۍ اړیکو جوړولو ته هوډمن دی خو د دې مقصد لپاره دافغانستان او پاکستان په پوله د یو سوله ییز چاپېریال شتون لازم او اړین دی.

له دې وړاندې د11م دسمبر په شپه هم ددواړو خواو ترمينځ په چمن ـ سپین بولدک سرحدي سیمه کې د ګوله بارۍ له امله د پاکستان اړخ ته 8 کسان وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي وو، د افغانستان اړخ ته هم د طالبانو لخوا د يو تن د وژل کيدو او یو شمېر نورو د ژوبل کيدو خبر ورکړل شوى وو.

دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې دچمن په ښاري ابادۍ دافغانستان له لوري ټوله ورځ دمه، په دمه شوؤ ړندو ډزو کې ګڼ شمیر بېګناه وګړي ژوبل شوي دي.

او له دې وړ‎اندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پارلیمان ته ویلي وو د طالبانو حکومت په دچمن په پوله په پاروونکې ګوله بارۍ او ډزو بخښنه غوښتې ده خو د یادې جګړې په اړوند طالب مشرانو د بخښنې غوښتو څه وو ویلي
د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې".

په 19 نومبر د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا د ډڼډي پټان ولسوالۍ ترمنځ په پوله د شخړې له امله د خرلاچي پوله تړ‎ل شوې وه او له دغې وړ‎اندې د چمن سپین بولدک پوله ھم د یوې پېښې وورسته تړ‎ل شوې چې له امله یې د زر ګونو په شمېرہ کې دواړ‎و غاړ‎و ته خلک گېر پاتې شوي او د ستونزو سرہ مخ شوي وو.

دغه کاروباریانو او سوداګرو ھم ویلي وو د پولې بندیز ورته غټ تاوان اړ‎ولی وو.

په وروستیو کې پاکستان د نړ‎ۍ د یو شمېر نورو ھیوادونو په څېر د واکمنو طالبانو نه غوښتي چې د جینکو دپارہ د پوھنتونونو د بندیز پرېکړ‎ہ بیرته واخلي.

په 15 ا ګست 2021 په کابل واکمن شوي طالبان تراوسه پورې د پاکستان په گډون د نړ‎ې یو ھیواد ھم په رسمیت نه دي پېژندلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG