لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني د پاته څلور سوه طالب قیدیانو د آزادېدو حکم لاسلیک کړ


د افغانستان صدر محمد اشرف غني نن د ګل/دوشنبې په ورځ د شاوخوا څلور سوه طالب قیدیانو د آزادېدو فرمان امضا کړ. دا هغه څلور سوه قیدیان دي چې حکومت وایي، په درنو جرمونو تورن دي خو لویې جرګې یې د سولې په خاطر د خوشې کولو سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان د صدارتي ایوان (ارګ) یوې سرچینې ویلي چې د دې بندیانو په خوشې کېدو سره حکومت هیله من دی چې بین الافغاني مذاکرات به ډېر ژر به دوحه کې پیل شي. د رایټرز خبري ادارې په حواله، سرچینې زیاته کړې ده چې ولسمشر غني د دغو بندیانو د خوشې کېدو حکم د ګل/دوشنبې په ماښام لاسلیک کړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د لوظنامې پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې پنځه زره طالبان له حکومتي زندانونو خوشې شي، افغان حکومت یې څه باندې څلورنیم زره خوشې کړي و، مګر د پاته څلور سوه طالبانو د برخلیک په اړه یې لویه جرګه راوغوښتله. لویې جرګې د اتوار په ورځ سپارښتنه وکړه چې د سولې په خاطر دې دا طالبان هم خوشې شي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د وروستۍ لویې جرګې اعلامیه او د صدر محمد اشرف غني دا فیصله چې د طالبانو پاته څلور سوه قیدیان به خوشې کوي، ستایلې ده.

د طالبانو د آزادېدو نتیجه به څه وي؟

داسې ښکارېده چې د همدې پاته څلور سوه طالب قیدیانو په جېل کې پاته کېدل، د سولې د مذاکراتو یوازینی خنډ دی. اوس چې دا خنډ هم په لېرې کېدو دی، نو دا امیدونه زیات شوي چې ډېر ژر به د طالبانو او حکومت په ګډون، بین الافغاني مذاکرات په قطر کې پیل شي.

ځینو سرچینو ویلي چې په همدې هفته کې شاید خبرې پیل شي، او د افغانستان ملي ټلویژن د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې بین الافغاني مذاکرات به د اګست په شپاړسمه پیل شي.

په لویه جرګه کې چې د پاته څلور سوه طالب بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنه وشوه، د سرتاسري ډزبندۍ (اوربند) غوښتنه هم وشوه. د لویې جرګې یو شمېر برخه وال وایي چې که طالبان اوس هم ډزبندي ته غاړه کینږدي، په دې معنا ده چې سوله نه غواړي.

د پکتیکا ولایت استازي محمد میرزا کټوازي وي او اې ډېوه ته وویل چې په درنو جرمونو تورن د دغو څلور سوه طالبانو د آزادولو سپارښتنه هم یو لوی مسؤولیت و چې د سولې په خاطر استازو اوږه ورکړه.

د لویې جرګې برخه وال او د ولسي جرګې غړی میرزا محمد کټوازی
د لویې جرګې برخه وال او د ولسي جرګې غړی میرزا محمد کټوازی

هغه زیاته کړه، "ټول افغانان، د افغانستان حکومت یا د افغانستان خلک له اوله په دې پوهيږي چې دا یو ډېر ستر مسئولیت دی. خو بالاخره افغانان څلويښت کلنې جګړې ځپلي دي. مونږ بیا هم قرباني ته حاضر یو چې دغه قرباني هم ورکړو. او که چېرې زمونږ د دې قرباني باوجود هم طالبان جنګ ته ادامه ورکړي، حکومت آماده دی چې جنګ ته ادامه ورکړي."

د لویې جرګې د استازو بله مهمه غوښتنه دا هم وه چې په ټول ملک کې دې اوربند یا ډزبندي وشي. دا هغه څه دي چې افغان حکومت او نړېواله ټولنه هم ورباندې ټینګار کوي. په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازي نعمت الله کریاب چې په وروستنۍ لویې جرګې کې یې ګډون کړی و، وي او اې ډیوه ته وویل،"زمونږ سپارښتنه دا وه، مونږ پوهېږو چې طالبان به زمونږ سپارښتنې ته مثبت ځواب ځکه ووایي چې بیا دلته ولسي احساسات راپاریږي او د ملت د پرېکړې نه منل په دې معنا دي چې هغوی بیا اصلأ سوله نه غواړي."

خو طالبانو تر اوسه کوم اوږدمهال ډزبندي ته غاړه نده ايښې. طالبانو ویلي چې د ډزبندۍ خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي.

د کونړ ولایت استازی او د لویې جرګې برخه وال نعمت الله کریاب
د کونړ ولایت استازی او د لویې جرګې برخه وال نعمت الله کریاب

د کونړ استازی نعمت الله کریاب وایي، "کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې (لوظنامې) هغه ټول موارد بشپړ شوي اوسي، نو اوس ضرور ده چې طالبان د افغانانو همدې غوښتنې ته ځواب ووایي، ځکه دا (ډزبندي) د زمینه سازۍ، باور جوړولو او اعتمادسازۍ تر ټولو مهم ګام دی."

طالبانو دا منلې چې د بندیانو د خلاصون نه پس په لسو ورځو کې به مذاکرات پیل کړي، مګر د سمدستي ډزبندۍ وعده یې نده کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رایټرز خبرې ایجنسۍ ته ویلي؛ "ډزبندي د مذاکراتو یوه مهمه برخه ده او مهمه برخه به وي، چې د مذاکراتو په جریان کې به ورباندې فېصله وشي (ترهغې مخکې، نه)."

طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملې زیاتې کړي خو حکومت وایي چې د طالبانو حملې یې ځپلي دي. د افغانستان د داخله وزارت ویاند طارق آرین د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې طالبانو یوازې په دا تېره یوه هفته کې ۸۰ تنه عام خلک وژلي او ۹۵ نور یې زخمیان کړي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG