لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ته مشوره ورکړې، "په خپل منځ کې سره جوړ شئ"‏


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې، "په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ او روغه جوړه وکړئ".‏

محمد نبي عمري دغه خبره د نهې- سه شنبې په ورځ په خوست کې راجوړې يوې غونډې ته په وينا کې کړې ده.‏ د عمري د وينا ويډيو طلوع نيوز په اېکس (پخواني ټويټر) خپره کړې ده، نوموړی پکې د ټي ټي پي د نوم اخستو پرته وايي:

"یوه مشوره به ورکړو د ‏پاکستان ته هم، او هغه وروڼه چې د دوی سره جنګيږي هغوی ته هم، چې جنګونه او انقلابونه مونږ ليدلي دي، جنګونه او انقلابونه کونډې پېدا کوي، ‏يتيمان پېدا کوي، وطن ورانوي، اقتصاد ختموي، نظام تباه کوي، په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ روغه جوړه وکړئ".‏

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي لخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستيال وزير بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویل شوی.‏

محمد نبي عمري ويلي، د خپلې تجربې په بنياد وايي چې "د پاکستان پوځ که لس ميلينه هم شي دغه جګړه نه شي ګټلی" او ټي ټي ټي پي ته هم وايي، "که ‏دغه جګړې ته جهاد يا جنګ وايي، که سل کاله وجنګيږې د خپل نظام خلاف، او ته دا فکر وکړې چې زه به وزير داخله او وزیر دفاع يم، مونږ دې څه کوو خو ‏دلته مشکل مونږ ته دی بڅرکي د دغې اور مونږ ته راځي".‏

د پاکستان په افغانستان کې عمليات

د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت مرستیال دغه خبرې په داسې وخت کې کړي چې پاکستان د مارچ په ‏‎18‎مه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي ‏الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو ‏طالبانو دغه بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.‏

د دغو عملياتو نه دوه ورځې وړاندې په ‏‎16‎م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د ‏پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی ‏برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

د پاکستان او افغانستان په يو بل تورونه

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏

په 16م مارچ اسلام اباد کې راجوړې شوې یوه مباحثه کې د خبرو په مهال افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دعوه کړې وه چې د یوې ‏اندازې له مخې دا وخت افغانستان کې د ټي ټي پي د ‏‎5000‎‏ نه نیولي تر ‏‎6000‎‏ وسله وال شتون لري او زياته کړې یې وه که دهغوي د کورنیو غړي هم په دې ‏شمېره کې وشمېرل شي نو بیا یې شمیره 70 زرو ته رسیږي.‏

په ‏‎23‎م مارچ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اسحاق ډار په برسلز کې د ایټمي توانایۍ په اړه راجوړه شوې غونډه کې له ګډون وروسته لندن کې یو ‏مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ويلي وو، په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره د افغانستان څخه د ټي ټي پي له لوري د ترسره ‏شوو وروستیو بریدونو غندنه وکړي.‏

هغه د پاکستان لخوا د افغانستان په خاوره کې د شوو عملیاتو دفاع کړې او ويلي يې وو، پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پټو ترهګرو په ضد دغه ‏عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي‎ ‎‏ وو.‏

په ‏‎27‎م مارچ د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف تور لګولی وو، په "پاکستان کې د ترهګرۍ ‏منبع (سرچینه) په افغانستان کې ده" او کابل د وسله والو د ‏مرکزونو په ‏اړه معلومات لري خو په دې اړه يې څه پرمختګ نه دی کړی او وسله وال په ازاده د پاکستان خلاف فعالیتونه کوي.‏

‏ ‏او د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د خواجه اصف بيان ته په ځواب کې ويلي وو، ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستان د دفاع وزير بيان "د خپلې ‏زمه وارۍ نه تېښته ده او د خپلې ‏ناکاميو توجيه کول دي".‏

د ټي ټي پي سره د پاکستان مذاکرات

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینایي اينجينيرانو له وژل کېدو وروسته پاکستان بیا تور لګولی وو چې ټي ‏ټي پي او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري.‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چينايانو په وژنه افسوس څرګند کړی وو. ټي ټي پي په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او دعوه کوي په پاکستان کې ‏موجود دي.‏

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په ‏‎26‎م مارچ د یو پاکستاني ټي وي "آج" سره په خبرو کې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي ‏وو، "دا خبره باید واضحه وي چې پاکستان د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کوي اؤ نه کوم مذاکرات په پام کې لري،دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کې ‏کومې خبرې کیږي د هغې په ایجنډه کې دا (ټي ټي پي سره مذاکرات) شامل نه دي".‏

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد د مشرۍ لاندې د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.‏

د پاکستان مخکيني نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د تېر کال 2023م د نومبر په میاشت کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي ‏سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. ‏د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي ".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG