لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبان دعوه کوي چې په پنجشیر کې یې 40 مخالفين وژلي


د ملي مقاومت جبهې چې مشري يې د احمد شاه مسعود ځوی احمد مسعود کوي په نزدې ورځو کې دعوې کړي چې د طالبانو خلاف چاريکي حملې يې په پنجشير کې زياتې کړي

د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي پنجشير ولایت کې د عملياتو په مهال يې ګڼ شمېر مخالفین وژلي او ځیني نور يې ګرفتار کړي دي. بلخوا د طالبانو مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې ویلي طالبانو يې اته غړي په غیر قانوني ډول وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وي او ای ته ويلي عمليات يې د پنجشیر په دريو ولسواليو کې شروع کړي چې د هغه په قول د باغيانو نه سيمه خالي کړي

مجاهد وايي “د صفايۍ عمليات په ريکها، دره او ابشار سيمو کې شوي دي او تر اوسه يې 40 باغيان چې پکې څلور کمانډران هم دي وژلي دي. د دې تر څنګ طالبانو د 100 نه زيات مخالفين نيولي هم دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد

هغه وايي د دوی مجاهدينو د مقاومت کونکو خلاف عمليات دا اونۍ پيل کړي ځکه چې مخالفينو ناوړي کارونه کول او دعوه يې کړې تېره شپه عمليات سر ته رسيدلي او جګړه ختمه شوې ده

څېړونکي وايي د طالبانو مخالفې ډلې نيشنل ريزېسټينس فرنټ یا ملي مقاومت جبهې په پنجشير او بغلان کې د طالبانو خلاف وسله وال مقاومت تېز کړی او طالبان غواړي چې مخالفين تر ډېره حده محدود وساتي.

د ملي مقاومت جبهې چې مشري يې د احمد شاه مسعود ځوی احمد مسعود کوي په نزدې ورځو کې دعوې کړي چې د طالبانو خلاف چاريکي حملې يې په پنجشير کې زياتې کړي.

تر اوسه پورې طالبانو په دوامداره توګه دا خبرونه ردول چې ځای په ځای جګړه دوام لري او د ملي مقاومت جبهې دعوې يې نه يواځې دا چې نه منلې بلکې ويل يې دا جګړه تشه په سوشل ميډيا کې کېږي.

د ملي مقاومت جبهې وياند صبغت الله احمدي په ټوېټر په طالبانو تور لګولی چې د ډلې اته تنه طالبانو نيولي وو او بې عدالته يې وژلي دي.

هغه دا دعوه هم وکړه چې طالبانو دغه تنان د انتقام په ترڅ کې وژلي ځکه چې د مقاومت جبهې طالبانو ته په ګڼ شمېر کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ازادو سرچينو لخوا د دواړو خواو د دعوو په اړه معلوماتو ته لاس رسی نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG