لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا منصور د پاکستان خبره نه منلو وروسته په خپل مرګ پوه شوی وو: نیویارک ټاېمز


د امریکا مشهورې ورځپانړې نیویارک ټاېمز د ملا اختر محمد منصور د مرګ په حواله یو تفصیلي معلوماتي مضمون چهاپ کړی دی. د مضمون سر خط دی ٫٫ د طالبانو مشر اختر منصور د وژل کیدو لګه شیبه وړاندې په خپل مرګ پوهه شوی وو ځکه هغه د پاکستان استخباراتي ادارې سره په یو شمیر خبرو سخت اختلافونه راغلي وو .٬٬ اخبار لیکلي د اختلافونو غټه وجه دا وه چې پاکستان نه غوښتل طالبان د افغانستان حکومت سره د سولې خبرې وکړي. او دویمه دا چې پاکستان څه غواړي طالبان دې هم هغه شان وکړي.

امریکايي اخبار د قندهار د پولیسو مشر عبدالرزاق د خلې لیکلي ملا منصور د خپل مرګ لس ورځې وړاندې د خپلې سیمې طالب مشرانو ته پیغام لیږلی وو چې د افغان حکومت سره دسولې په اړه خپل نظرونه شریک کړي. جنرال عبدالرزاق اخبار ته ویلي هغوي ته داسې رپورټونه هم ترلاسه شوي وو چې هغه (ملا منصور) د افغان حکومت سره د سولې لپاره تیار دی او د دغه مقصد لپاره د پاکستان نه په تیښته وو، او خپلو ملګرو او خپلوانو ته يې ویلي وو د پاکستان سره يې اړیکې ډیرې خرابې دي او کیدی شي پاکستان هغه مړ کړي.

اخبار په خپل رپورټ کې لیکلي ملا منصور خپل د ایران دغه اخرې سفر هم په هغه جعلي پاکستاني پاسپورټ کړی وو کوم چې به يې وړاندې د سفر لپاره کاروو. د اخبار تر مخه په دغه پاسپورټ د هغه نامه محمد ولي لیک وه.

نیویارک ټاېمز د افغانستان استخباراتي ادارې یو مشر چې خپله نامه نه ښودل غواړي لیکلي چې د ملا منصور د وژل کیدو په ورځ د پاکستان او ایران په سرحدي پوله تر ۳۰۰ پورې اضافي عسکر پرځاې شوي وو. ملا منصور په سرحدي پوسته تردوو ساعتو پورې ایسار کړی شوی وو. د مضمون تر مخه د دغه ځاې نه هغه په یو ټیکسي (کرایه پا ګاډي) کې د کوټه لوې سفر شورو کړو.

د قندهار د پولیسو مشر نیویارک ټاېمز ته ویلي د سرحدي پوستې نه د هغه د ګاډي څارنه روانه وه. د پاکستان سرحدي ملیشه د هغې په ګاډي پسې روانه وه. او کله چې د هغه ګاډې په ډرون برید کې په نخښه شو. نو په پینځه مېنټه کې دوي هلته سره د میډیا ورسیدل. جنرال رازق ویلي عجبه خبره دا ده چې په کوم ګاډي کې ملا منصور ناست وو هغه په مکمله توګه تباه شو. خو د هغه جعلي پاکستانی پاسپورټ میډیا ته د ښودلو لپاره روغ رمټ پاتې وو.

مضمون لیکي چې د ملا اختر منصور یو نژدې ملګري د ځان نه ښکاره کولو په شرط نیویارک ټاېمز ته ویلي، ملا منصور د خپل مرګ په صورت کې خپلو خپلوانو ته وصیت او په اتفاق ساتلو نصیحت کړی وو. اخبار لیکلي ملا منصور چې په کومه طریقه وژلی شوی دې نه معلومیږي هغه د پاکستان خپلو سر پرستانو سره ډیر اختلافات راپورته شوي وو.

د ملا اختر منصور د وژل کیدو د پېښې یو کال وروستو په افغان جنګ ککړ د پولې دواړه غاړو ته پراته افغانان او د غربي ملکونو دفاعي تجزیه نګاران په دې نتیجه رسیدلي چې د ملا اختر منصور د وژلو منصوبه هم پاکستان تیاره کړې وه ځکه چې د پاکستان په ملا منصور نور اعتبار پاتې نه وو.

د ملا منصور یو نژدې ملګري او پخواني کمانډر ویلي پاکستان د ملا منصور نه ډیرې سختې غوښتنې کولې خو ملا منصور ورته انکاري شوی وو او د پاکستان د هرې خبری منلو نه انکاري وو. د ملا منصور پاکستانیانو ته دا ځواب وو چې جنګ مونګ افغان طالبان کوو. مرګ ژوبله هم مونګ نه کیږي او خبرې د ستاسو منلی کیږي. داسې نه شي کیدی. د دغه پخواني کمانډر دا هم وینا ده چې نوي فیصدي طالبان د ملا منصور د وژلو ذمه وار پاکستان ګنړي خو دوي د یرې خولې بندې کړېدي.

نیویارک ټاېمز لیکلي ملا منصور د افغانستان په اتو ولایتونو کې خپله عمل دارې غزول غوښتل او دې د پاره هغه د پاکستان د مخبرۍ په اداره او د خلیج د ملکونو او د نشۍ موادو د افغان جنګ سالارانو کاروباریانو مالي امداد ته ناست وو.

اخبار لیکلي ملا منصور افغان طالبان د پاکستان د پنجې نه ویستل غوښتل او په دې صوب هغه ایران ته د ورنژدې کیدو په تکل کې وو. ده ایران نه يې د طالبانو د پاره وسلې او پیسې غوښتلې او روس ته يې هم ځان رسولی وو.

نیویارک ټاېمز لیکلي ملا منصور د پاکستان استخباراتي ادارې اېي ایس اېي سره په دې ورانه راغلی وه چې اېي ایس اېي ورته افغانستان کې د بنیادي اډانړې لکه سکولونو، پلونو، هسپتالونو او سړکونو الوځولو وینا کوله خو ملا منصور د اېي ایس اېي دغه خبرې نه منلی. ملا منصور د پاکستان په خوښه د سراج الدین حقاني د خپل ناېب جوړولو نه هم انکار کړی وو او د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو کې هم د پاکستان د خوښې خبرو کولو نه ډډه کوله.

نیویارک ټاېمز د قندهار د پولیسو یو مشر او د طالبانو د سخت مخالفه جنرال عبدالرازق د خلې لیکلي چې ملا منصور افغان طالبانو له د نوو ناېکانو په لټون کې وو ځکه چې پاکستان سره د هغه سخت اختلافونه راپورته شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG