لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د سیاسي دفتر پرانستلو اعلان کړی


طالبانو د سیاسي دفتر پرانستلو اعلان کړی
طالبانو د سیاسي دفتر پرانستلو اعلان کړی

د افغانستان طالبانو اعلان کړی دی چې د نړي والې ټولنې سره د مفاهمت د پاره به د هیواد نه بهر سیاسي دفتر پرانځي.

د طالبانو د طرفه د دفتر په حقله اعلانیه د وائس اف جهاد یا د جهاد غږ ویب پاڼې د لارې خپوره کړی شوې ده او د فرانس خبري ادارې ای ایف پي ترمخه اعلانیه کې طالبانو د قیدیانود ازادولو غوښتنه کړې ده چې طالب قیدیان دې په گوانټانامو کې د امریکنې پوځي زندان نه ازاد کړی شي.

د افغانستان نه بهر د دفتر پرانستلو په حقله خپل بیان کې طالبانو دا نه ده په ډاگه کړې چې دا به چرته وجود لري خو وړاندې د قطر سرښار دوحه په حقله ویل کیدل چې ممکنه ده طالبان به هلته خپل دفتر پرانځي. د خپل سیاسي درک پرځائې کولو په حقله د طالبانو د طرفه جاري کړی شوې اعلانیه کې ویل شوې د قطر په شمول ټولو علاقه لرونکو غاړو سره يي خبرې اترې کړې دي.

ای ایف پې وائي اعلامیه کې طالبانو امرېکې سره د مزاکراتو رپورټونه رد کړې دي. اعلانیه د طالبانو له قوله وائي مونږ په افغانستان کې مظبوط شتون لرو او اوس تیار يو چې د مزاکراتو د پاره بهر سیاسي دفتر خلاص کړو.

د طالبانو د اعلان په حقله نور تفصیل تاسو د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال صداقت جان په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG