لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په پکتیا ولایت کې مبینه قاتل ته په سټېډيم کې د مرګ سزا ورکړه



مبینه قاتل ته د مرګ سزا د ورکړی کېدو منظر د کتلو وروسته خلک د ګردېز د سټېډیم نه ستنېږي
مبینه قاتل ته د مرګ سزا د ورکړی کېدو منظر د کتلو وروسته خلک د ګردېز د سټېډیم نه ستنېږي

د افغانستان واکمنو طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پکتیا ولایت په یو سټېډیم کې مبینه قاتل ته د مرګ سزا ورکړه. په دې موقع د طالبانو ځینې وزیران، ولایتي چارواکي او په ګڼه شمېره کې عام خلک موجود وو.

د طالبانو سپریم کورټ په اېکس په یو بیان کې وویل په مبینه قاتل د پکتیا مرکز ګردېز په سټېډیم کې قصاص نافذ کړی شو.

په دې موقعه، د سپریم کورټ ترمخه، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د کډوالو او افغانستان ته د ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني، د پکتیا ولایت د طالبانو د عدالتي، عسکري او حکومتي چارو چارواکو ترڅنګ په لویه شمېره کې عامو خلک موجود وو.

د طالبانو سپریم کورټ په بیان کې د مبینه قاتل شناخت د محمد ایاز اسد په نامه د یو تن شوی چې د ګردېز اوسېدونکی و. بیان زیاتوي چې هغه یو بل تن په کلاشنکوف وژلی و.

د طالبانو سپریم کورټ دا و نه وېل چې مبینه قاتل ته د مرګ سزا څنکه ورکړې وه. د دې نه مخکې طالبان د مرګ سزاګانې د ټوپک په ډزو عملي کړي.

طالبانو یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې مبینه قاتل ته په سټېډیم کې د سزا ورکول کېږي.

طالبانو خبرداری و چې مبینه قاتل ته سزا د ورکولو په "صحنه (منظر) کې عکس، ویډیوګانې او تلیفون بند دی."

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس دا شپږم تن و چې په عامه ځای کې ورته د مرګ سزا ورکړی شوه.

ملګرو ملتونو خلکو ته د سټيډیم په شان په عامه ځایونو کې د طالبانو په سزاګانو د تشویش اظهار کړی دی او دا يې غېر انساني او د انساني وقار په ضد بللي دي.

طالبانو د هم جنس پرستۍ، جنسي عمل، غلا او د شوکې په شان د الزاماتو په سر په سلګونو ښځو او سړو ته د دورو سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د سپریم کورټ د شمېر ترمخه د اکتوبر په میاشت کې د ښځو په شول ۱۰۰ افغانان په دغه ډول الزاماتو په دورو وهل شوي او د شپږو میاشتو نه تر د دوو کلونو پورې د قېد سزاګانې ورکړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو ماهرینو او د انساني حقونو تنظیمونو د طالبانو دغه ډول سزاګانې د انساني حقونو او د نړیوال قانون خلاف ورزي بللي او په طالبان يې غږ کړی چې ويې دروي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG