په افغانستان کې د واکمنو سختدریځه طالبانو حکومت پرون د اکتوبر پر نهمه د زنا په ګډون په بېلابېلو جرمونو کې تورن نهه کسان د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي چې پکې دوې ښځې هم شاملې دي.
په دغو کسانو کې پینځه تنه په جنوبي ولایت کندهار کې په دُرو وهل شوي چې په سیمه کې د طالبانو ځایي چارواکي، د عدليې افسران او عام خلک یې لیدو ته راټول شوي وو. دغو کسانو ته د لوبو په یو لوی میدان کې سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو ستر عدالت یا سپریم کورټ ویلي، دغه پینځه کسان په لواطت یا بچه بازۍ، زنا او غلا کې په لاس لرلو مجرمان پېژندل شوي وو او هر یو 39 دُرې وهل شوی او له دوو تر اوو کلونو پورې د بند سزا ورته اورول شوې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو کې کومه ښځه هم وه که نه.
سپریم کورټ په خپل یوه جلا بیان کې ویلي چې دوه نارینه او دوې ښځې یې په تخار او سمنګان ولایتونو کې هم په ولسي ځایونو کې د زنا په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو حکومت د 2021 کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې "شرعي تګلارې" له مخې د لوبو په میدانونو کې په سلګونو کسانو ته سزاګانې ورکړې دي چې پکې په دُرو وهل او زېندۍ هم شاملې دي.
طالبانو د روان کال په جولای کې 63 کسان په دُرو وهلي چې په هغوی کې 14 ښځې وې. طالبانو وویل دغو کسانو په زنا او نورو "اخلاقي جرمونو" کې لاس درلود. له دې سره سره یې د قتل په تور پینځه کسان په ولسي ځایونو کې زېندۍ یا قصاص کړي دي.
نړیوال اعتراضونه:
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلا بېلو نړیوالو ادارو او هېوادونو د طالبانو دا ډول سزاګانې غندلې، د نړیوال قانون او بشري حقونو خلاف یې بللی او د بندولو غوښتنه یې کړې ده، خو طالبان وايي دا سزاګانې د "شریعت په اساس" ورکوي.
د طالبانو حکومت هغه نړیوالې غوښتنې هم پرله پسې ردوي چې وایي ښځو ته دې تعلیم او کارموندلو ته رسایي ورکړل شي او په عام ولسي ژوند کې دې ورباندې بندیزونه لرې کړل شي.
ملګرو ملتونو او د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د بشري حقونو او په خاص ډول له ښځو سره د طالبانو پر چلند باندې نیوکې کوي.
د امریکې د خارجه وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې- نهې په ورځ، طالبانو پر ښځو او نجونو ظلم ته دوام ورکړی او ټینګار یې وکړ، امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه کار کوي چې پر طالبانو باندې د هغوی د توپیري سیاستونو له کبله فشار واچوي:
"کله چې زه وایم بشري حقونه له طالبانو سره زموږ په اړیکو کې لومړیتوب لري، په دې کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه شامل دي چې د طالبانو له خوا ورباندې ظلمونه دوام لري".
میلر وویل، امریکا له طالبانو سره د اړیکو لپاره دا ډاډ تر لاسه کول غواړي چې هغوی نه یواځې د ښځو په اړه خپل چلند بدل کړي بلکې ښځو او نجونو ته تعلیم ته د بیرته راستنېدو اجازه ورکړي او پر مېرمنو د کار کولو محدودیتونه لرې کړي.
طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی دی او په دې سره افغانستان یواځینی هېواد دی چې په نجونو او ښځو یې دا ډول بندیز لګول شوی او په حکومتي او غیرحکومتي ادارو کې یې هم ښځې له کار کولو منع کړې دي.
طالبانو تېره میاشت د "امربالمعروف" قانون منظور کړ چې د بشري حقونو د ادارو په وینا د افغان ښځو پر حقونو باندې یو بل ګوزار دی.
په دغه قانون کې په عامو ځایونو کې د ښځو ږغ اخلاقي تېروتنه بلل شوې او له ښځو غوښتل شوي چې له کوره بهر خپل ټول بدن او مخ پټ وساتي او له ښځو او نارینه وو پکې غوښتل شوي چې نامحرمو کسانو ته ونه ګوري.
Forum