د افغانستان واکمنو طالب چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د رېډیو بېګم په سټېشن چاپه ووهله، د سټېشن دوه نارینه کارکوونکي يې ونیول او د رېډیو نشریات يې وځنډول.
رېډیو بېګم غوښتنه وکړه چې د عملي غړي دې يې زر تر زره ازاد کړی شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رېډیو بېګم نشریات د ځنډولو تصدیق وکړو، په سټېشن يې د پالېسۍ د خلاف ورزۍ الزام ولګولو خو د سټېشن د کاروکوونکو د نیول کېدو په اړه يې څه و نه ویل.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپله وېب پاڼه په یو بیان کې وویل "د دغې راډیو خپرونې د نشریاتي پالېسۍ څخه د سرغړونې او د جواز د ناسمې کارونې له امله نن ورځ و ځنډول شوې څو اړوند اسناد يې دقیق و ارزول شي او وروستی تصمیم يې په هکله ونیول شي."
رېډیو بېګم په خپل بیان کې وویل د طالبانو د استخباراتي چارواکو د اطلاعاتو او د فرهنګ وزارت د مامورینو په مرسته د رېدیو په سټېشن چاپه ووهله.
رېډیو بېګم وویل طالب چارواکو دفتر تلاشي واخستله، کمپیوټرې، د کمپیوټرو هارډ ډرایوز او ټېلې فونونه يې په قبضه کې واخیستل او د عملې دوه غړي يې ونیول.
رېډیو بېګم وویل هېڅ کله يې هم سیاسي فعالیت نه دی کړي او د افغان ولس په خصوصي توګه د افغان مېرمنو خدمت ته ژمنه لري.
رېډیو بېګم د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت د کال ۲۰۲۱ د مارچ د میاشت په اتمه نېټه شروع کړی شوی و.
په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د ښځو په تعلیم، کاروزګار او سفر یو شمېر قدغنونه لګولي دي.
په کال ۲۰۲۴ کې په سوېس کې مېشته د رېډیو بېګم باني حمیده امان د بېګم ټي وي په نوم سېټلایټ ټېلې وېژن هم شروع کړو چې دا ډول افغان جینکۍ تعلیم جاري وساتل شي.
د رېډیو بېګم نشریات ځنډول د ميډیا خلاف د طالبانو وروسته ګام دی.
تېر کال د ډسمبر په میاشت کې ارزو نومې ټېلې وېژن وتړل شو او عملې یو شمېر غړې يې په حراست کې اخیستل شوي وو. طالب چارواکو په ټېلې الزام لګولی و چې نامناست مواد يې نشر کول.
Forum