لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د کډوالو وزیر په ځانمرګي حمله کې ووژل شو


خلیل الرحمان حقاني د دې تصویر په منځ کې ولاړ لیدل کېږي
خلیل الرحمان حقاني د دې تصویر په منځ کې ولاړ لیدل کېږي

د کډوالو او د ستنېدونکو افغانانو د چارو دپاره د طالبانو وزیر خلیل الرحمان حقاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کابل کې په ځانمرګي حمله کې ووژل شو.

د طالبانو د حکومت یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چاودنه د مهاجرینو او د ستنېدونکو چارو د وزارت دننه وشوه.

د چاودنې د نوعیت په اړه چارواکي وویل دا ځانمرګي حمله وه.

خلیل الرحمان حقاني د حقاني ډلې د باني جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و.

ای اېف پي خبري اداره وايي د افغان حکومت خلاف د طالبانو په ۲۰ کلنه جګړه کې حقاني نېټ ورک یا حقاني ډله د ټولو نه زیاتو خونړیو حملو ذمه واره بلل کېده.

خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني (چې په دې تصویر کې لیدل کېږی) تره و
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني (چې په دې تصویر کې لیدل کېږی) تره و

ای اېف پي خبري اداره وايي د طالبانو په تحریک کې دننه حقانیان د طالبانو د کندهار د مشرانو سره د اثر او رسوخ په کوښښونو کې ښکېل دي، حقانیان د حقیقت پسندو او د عملي نظریاتو پلویان دي او د اثر او رسوخ دپاره يې مقابله د طالبانو د هغه ډلې سره ده چې سخت نظریات لري.

په دې اړه په سمدستي ډول څه نه دي وېل شوي چې ایا په کابل کې د تازه حملې ذمه واري چا منلې او که نا؟

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې داعش خراسان وسله والې ډلې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د حملو ذمه واري منلې ده. په حملو کې د طالبانو ګڼ شمېر چارواکي هم وژل شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د وي او ای اشنا څانګه وايي خلیل الرحمان حقاني د طالبانو تر ټولو لوړپوری چارواکی دی چې طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. په تېرو څه باندې دریو کلنو کې د طالبانو د بلخ ولایت د والي په ګډون د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په امنیتي پیښو کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعام پروګرام د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمن حقاني د نړیوال ترهګر په توګه وپېژند او د هغه پر سر یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام ټاکلی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG