لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان: د دوی په ضد "بغاوت" راپارونکی د هزاره ټولنې مولوي مهدي وژل شوی


د طالبانو د دفاع وزارت  د شورو/ چهارشنبې په ورځ [17 اګست] ويلي مهدي په هرات کې د ايران سره په سرحدي سیمه کې هغه وخت وژل شوی چې غوښتل يې ايران ته وتښتي
د طالبانو د دفاع وزارت  د شورو/ چهارشنبې په ورځ [17 اګست] ويلي مهدي په هرات کې د ايران سره په سرحدي سیمه کې هغه وخت وژل شوی چې غوښتل يې ايران ته وتښتي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي د دوی په ضد "بغاوت" راپارونکی د هزاره ټولنې مولوي مهدي يې د بلخاب په سرپل ولسوالۍ/ ضلع کې وژلی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت د شورو/ چهارشنبې په ورځ [17 اګست] ويلي مهدي په هرات کې د ايران سره په سرحدي سیمه کې هغه وخت وژل شوی چې غوښتل يې ايران ته وتښتي.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: "د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامي امارت په خلاف، مهدي نومی له بغاوت وروسته له څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتیدلی و او غوښتل يې چې ایران ته تېښته وکړي، د کشف او استخباراتو سرحدي ځواکونو له خوا د هرات او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په نښه او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد."

د رپورټ ترمخه، د مهدي پلویانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اشنا څانګې رپورټ وايي مولوي مهدي په قام هزاره او د طالبانو پخوانی قوماندانان و چې په وروستیو کې له هغوی څخه جلا شوی و او په وسله وال مخالفت یې لاس پوري کړی و.

د مولوی مهدي په اړه په نورو رپورټونو کې وېل شوي چې هغه په بامیان کې د طالبانو استخباراتي مشر هم وو او د ناڅرګنده علتونو له امله د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شو.

د جون په مياشت کې په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې پکې مهدي په بلخاب کې د خپلو ملګرو سره لیدل شوی او د هغه يو ملګري پکې ګڼو خلکو ته وېنا کوله او په طالبانو يې تور لګولی وو چې د طالبانو حکومت هزاره افغانان د قومي سياست څخه لرې کوي.

د جون په وروستيو کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ادارو [اېمسنټي انټرنيشل، هيومن رايټس واچ] ويلي وو، د سرپل په بلخاب ضلع/ ولسوالۍ کې د طالبانو د لاسه د بشري حقونو سرغړونې شوي او اندېښنه يې پرې څرګنده کړې وه.

په طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو تورونه په داسې حال کې لګېدلي وو چې طالبانو د مهدي پرضد په بلخاب کې نظامي عمليات کړي وو.

هغه وخت د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر ویلي وو،

"په بلخاب کې هيڅ مرګ ژوبلې نه لري او د ملګرو ملتونو د ادارې د نوم اخستو پرته يې ویلي، دغه راپور بې اثاثه دی او دوی نه پوهيږي چې دغه دعوې په کوم بنياد شوي دي".

په افغانستان کې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هغه وخت ويلي وو، چې طالبانو په بلخاب کې د شپنو او کرونده ګرو په ګډون 20 تنه ملکي وګړي وژلي دي.

هغه دعوه کړې وه چې د اسنادو په بنياد دغه خبره کوي او ملګري ملتونه کولی شي چې په دغه اړه پلټنې وکړي.

په 26 جون د طالبانو د دفاع وزارت ورځ ویلي وو د مهدي مجاهد پرضد عملیات شوي او د هغه جنګيالي د بلخاب د مرکز څخه ويستل شوي او هغوی تښتېدلي او ياغيان په نزدې علاقه کې پټ شوي او پرضد یې عمليات دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG