لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د افغانو ښځو د حقونو په اړه د دوحې په څېر غونډو کې د طالبانو ګډون مهم دی


څېړونکي وايي په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بندیز او د بشري حقونو د سرغړونو د مخنيوي لپاره مهم دي د دوحې وروستي کانفرنس په څېر غونډو کې د طالبانو موجودګي وي او په طالبانو د هغو ملکونو له خوا فشار واچول شي په کومو کې چې طالبان خپل مفادات لري.

د دوحې دوه ورځنۍ غونډه چې تېره ورځ سرته ورسېده په يوه برخه کې يې د افغانو نجونو په تعليم بحثونه وشول او تعليمي ادارو ته يې تلل مهم او د هېواد په ګټه وباله.

د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ د دوشنبې- ګل په ورځ ویلي، په دوحه کې یې د طالبانو له استازي سهیل شاهین سره د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي. بېنیټ پر ایکس لیکلي:

"نن مې په دوحه کې له سهیل شاهین سره د نورو مسلو تر څنګ د ماشومانو د تعلیم په ګډون د ښځو د حقونو پر مسلو خبرې وکړې".

د کوربه هېواد قطر او د انډونیشیا د بهرنيو چارو د وزارتونو په همکارۍ د دسمبر په لسمه او يولسمه د دوحې فورم غونډه رابلل شوې وه.

د غونډې په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د جينکو په تعليم بندېز او د ښځو په حقونو بحثونه وشول خو طالبانو پکې ګډون نه درلود.

د افغان معترضو ښځو په نوم د تنظیم ځینو په دوحه کې جوړې شوې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، د دوی د تنظیم د ښځینه استازو له ګډون او د هغوی د غوښتنو له اوریدلو پرته د دا ډول غونډو جوړېدل ورته د منلو نه دي.

دغه تنظیم غړو د دسمبرپر 12مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د تېر جمهوري حکومت له ختمېدو وروسته په منظم ډول ښځې له ټولنې ختمول، د جنسیت په بنیاد توپیر، په زرګونو "غیرانساني کارونه" او "د بشریت خلاف جرمونه" د طالبانو کړنلار ده، خو طالبانو ویلي چې د خلکو بشري حقونو ته درناوی لري.

څېړونکي وايي په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي کولو او جينکو ته د تعليم حق ورکولو لپاره داسې ډول غونډې راجوړول ګټورې دي خو وايي د اثر سېوا کولو دپاره يې مهم دي چې طالبانو سره په داسې غونډو کې نېغ په نېغه خبرې وشي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاذ او څېړونکی ډاکټر سيد عرفان اشرف وایي، داسې خبرې چې هغه د افغانستان په حوالې کېږي او په هغو کې طالبان نه وي دا شاید هغسې اثر ونه لري کوم چې پکار دی:

"د دې عملي کولو لپاره د طالبانو موجودګي او ضروري ده چې په طالبانو هغه ملکونه فشار واچوي چې په کومو ملکونو کې طالبانو مفادات وي، چې کومو ملکونو د طالبانو کورنۍ دي او کومو ملکونو نه طالبانو ته پېسي راځي نو د هغو ملکونو موجودګي هم په دې غونډو کې ضروري ده څومره چې د طالبانو ده".

د دوحې په غونډه کې د ښځو په چارو کې د امريکا ځانګرې استازې رینا امیري ویلي که موږ غواړو افغانستان پر عصري لار برابر شي او افغانستان د ټولو ګډ کور وي، باید د دې هېواد پر تعلیم او وګړو پانګونه وشي، وایي "دا هغه څه دي چې موږ یې په ګډه د کولو هڅه کوو"۔

د نړيوالو اړيکو څېړونکي وايي د فلسطين او اوکراين د شخړو له وجې په افغانستان کې د بشري حقونو د مسلو حل د التوا ښکار کېږي، دوی وايي نړيوال بايد په دې لړ کې د طالبانو سره د اړیکو جوړولو پالېسي نوره هم تېزه او موثره کړي.

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ او څېړونکی ډاکټر خورشيد خان وایي، د دنيا دا سوچ دی چې اول مونږه مشاورت وکړو او بيا يوه لاره طالبانو ته ورکړو او په يو طريقې سره طالبان مونږه په دې کې مصروف کړو:

"که د دنيا دا طريقه يا اپروچ وي نو دا خو ډېر ورو روان دي، دنيا خو په فلسطين او اوکرين کې مصروفه شوه نو دا پروسه نوره هم ورو کېږي او ښکاري نه چې دوه درې کاله کې به څه اثر په افغانستان کې راشي".

طالبانو په 2021 کال کې د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته د ښځو په زدکړو، کار او په سیاسي فعالیت بندیزونه ولګول.

نړيوالې ټولنې دا بندیزونه غندلي او د لرې کېدو غوښتنه يې کوي، خو طالبان دا د افغانستان داخلي مسئله ګڼي او وايي د شریعت مطابق ټولو هېوادوالو ته بشري حقونه ترلاسه دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG