لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مخدره موادو خلاف د افغان طالبانو جنګ لا په قوي ډول دوام لري


د کال ۲۰۲۲ د می د میاشت په دې تصویر کې طالب چارواکي د هلمند په وشیر ولسوالۍ کې د کوکنارو فصل تلف کوي
د کال ۲۰۲۲ د می د میاشت په دې تصویر کې طالب چارواکي د هلمند په وشیر ولسوالۍ کې د کوکنارو فصل تلف کوي

په افغانستان کې د نشۍ توکو په پېداوار د طالبانو د مشر ملا هېبت الله اخونزاده د بنديز یو کال وروسته، د طالبانو حکومت په هېواد کې د مخدره موادو خلاف جنګ کې لاس ته د راوړنو په زړه پورې فهرست وړاندې کوي.

د طالبانو چارواکي وايي د خپل مشر د فتوا پوره کولو د پاره يې 5799 چاپې وهلي، 6781 د مخدره موادو خرڅونکي کسان يې نيولي،1799 ټن مخدره مواد يې قبضه کړي او 585 د هيروين جوړولو کارخانې يې تباه کړي.

د طالبانو د حکومت دا دعوې ازادو څارونکو تايدکړي دي.

د امريکا د څېړنې ادارې يونايټېډ سټيټس اېنسټيټيوټ اف پيس (يو ايس ايي پي) کارمند وېليم بايډ وي او ای ته ويلي “لکه څنګه چې طالبانو په خپله وړومبۍ دوره کې په کال 2000-2001 کې د اپيمو کښت بند کړی و داسې يې په بندېز لګولو دا ځل په کال 2023 کې کړي چې د اپيمو د فصل کښت کم شوی”.

د برتانيا يو تنظيم د سيټېلايټ د تصويرونو د لارې د دې دعوې پخلی کوي چې په ټول افغانستان کې د اپيمو په کښت کې ښکاره کمی لیدل کيږي.

د افغانستان په هلمند ولايت کې چې د اپيمو ډېر کښت کيږي، ښکاره کمی ليدل کيږي او د کال 2022 په نسبت چې 129,000 هېکټره زمکه په اپيمو کرل شوې وه دې کال يواځې 740 هېکټره زمکه دې فصل ته ځانګړې شوې ده.

د متحده قامونو د معلوماتو تر مخه د طالبانو د وړومبي حکومت د ختمولو وروستو په تېرو دوو لسيزو کې د اپيمو کښت ډېر سېوا شوی و او افغانستان د نړۍ په کچه د هيروين د جوړولو تر ټولو غټ هېواد ګرځول شوی و.

د مسلې په جوبن کې چې کله په کال 2017-18 کې د اپيمو پيداوار 330,000 هېکټره ته ورسېد نو د افغانستان د بيا ابادۍ د پارهادارې سيګار رپوټ کړي وو چې نه امريکا او پلويانو يې او نه هم افغان حکومت د دې د مخنيوي د پاره کوم ګامونه پورته کړي چې لا داپيمو کښت او لا د اپيمو پيداوار کم شي
د مسلې په جوبن کې چې کله په کال 2017-18 کې د اپيمو پيداوار 330,000 هېکټره ته ورسېد نو د افغانستان د بيا ابادۍ د پارهادارې سيګار رپوټ کړي وو چې نه امريکا او پلويانو يې او نه هم افغان حکومت د دې د مخنيوي د پاره کوم ګامونه پورته کړي چې لا داپيمو کښت او لا د اپيمو پيداوار کم شي

دا تاثر موجود و چې د اپيمو کښت د طالبانو د منظم جرمونو مرسته کوي او د تېر حکومت د چارواکو د غلا غولتۍ اداري فساد تقويه کوي. امريکا او نورو مالي مرستندويه ادارو په بيلينونو ډالره خرڅ کړل چې څنګه به وکړی شي د دې مسلې حل پيدا کړي.

د مسلې په جوبن کې چې کله په کال 2017-18 کې د اپيمو پيداوار 330,000 هېکټره ته ورسېد نو د افغانستان د بيا ابادۍ د پارهادارې سيګار رپوټ کړي وو چې نه امريکا او پلويانو يې او نه هم افغان حکومت د دې د مخنيوي د پاره کوم ګامونه پورته کړي چې لا داپيمو کښت او لا د اپيمو پيداوار کم شي.

د طالبانو د دوحه د دفتر وياند سهيل شاهين وي او ای ته ويلي “نړۍ غوښتل چې افغانستان د دې مخنيوی وکړي او مونږه وکړل. مونږ به دا تر هغې کوو چې ټول په ټوله کښت يې ختم کړو”.

طالبان د خپلو زورګيره پاليسيانو د پاره مشهور دي چې جينکۍ يې د زدکړو نه منع کړي او په کروندګرو يې بندېز لګولی بايد د کوکناروکښت ونکړي.

څېړونکي وايي د اپيمو پيداوار د افغانستان په اقتصاد کې لويه برخه لري او د طالبانو په زور دا کښت ودرول به کېدلی شي ولس دطالبانو په ضد راپورته کړي.

سهيل شاهين وايي د طالبانو حکومت نړيوالو ته خواست کوي چې د اپيمو د ختمولو په ځواب کې د دوی سره مرستې وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG