لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: طالبان وايي په مزارشریف کې په جومات د حملې په لړ کې یې د داعش خراسان ډلې یو پخوانی غړی نیولی دی


د ای پي ترمخه په بلخ ولایت کې د اطلاعاتو او ثقافت د ادارې مشر ذبیح الله نوراني وویل چې د بلخ ولایت دپاره د داعش خراسان پخوانی مشر عبدالحمید سنګریار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مزارشریف کې د حملې په لړ کې نیول شوی دی
د ای پي ترمخه په بلخ ولایت کې د اطلاعاتو او ثقافت د ادارې مشر ذبیح الله نوراني وویل چې د بلخ ولایت دپاره د داعش خراسان پخوانی مشر عبدالحمید سنګریار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مزارشریف کې د حملې په لړ کې نیول شوی دی

د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي په مزار شریف کې د شیعه مسلمانانو په جومات د خونړۍ حملې په لړ کې یې د بلخ ولایت دپاره د داعش خراسان وسله والې ډلې پخوانی مشر نیولی دی.

داعش خراسان په مزارشریف، کندز او کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حملو ذمه واري منلې ده.

په مزارشریف کې د شیعه مسلمانانو په سه دوکان نومې جومات د ماسپښین د لمانځه په مهال چاودنه کې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي لږ تر لږه 12 کسان وژل شوي او تر 40 پورې نور زخمیان شوي دي.

د ای پي ترمخه داعش خراسان د مزارشریف د حملې په اړه خپل بیان کې وویل په سه دوکان جومات کې چاودېدونکي مواد په کڅوړه کې اېښودي وو او د ریموټ کنټرول په داسې حال کې وچلول شوو چې خلک په لمانځه ولاړ وو. ډلې دعوه وکړه چې په چاودنه کې تر 100 پورې کسان زخمیان شول.

د ای پي ترمخه په بلخ ولایت کې د اطلاعاتو او ثقافت د ادارې مشر ذبیح الله نوراني وویل چې د بلخ ولایت دپاره د داعش خراسان پخوانی مشر عبدالحمید سنګریار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مزارشریف کې د حملې په لړ کې نیول شوی دی.

ای پي وايي تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې داعش خراسان په هېواد کې د یو شمېر حملو ذمه واري په غاړه اخېستي ده او د ډلې مخنیوی طالبانو دپاره لوی مشکل دی. رپورټ وايي د تېر نومبر په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو څانګې په ننګرهار کې د داعش په ضد ګڼ شمېر عملیات کړي دي.

د ای پي ترمخه د نومبر د میاشت راهسې په افغانستان کې د داعش خراسان په فعالیت کې کمی لیدل کېدو خو په وروستیو ورځو کې یې په افغانستان او پاکستان کې حملې زیاتې کړې او زیاتره یې پکې شیعه مسلمانان په هدف کړي دي.

په پاکستان کې مامورینو په فېصل اباد ښار کې د داعش خراسان د ممکنه حملې په اړه خبرداری جاري کړی دی.

د ای پي ترمخه دغه خبرداری چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جاري کړی شوی وايي چارواکو داسې معلومات ترلاسه کړي چې داعش خراسان په فېصل اباد کې د "ترهګرۍ هلې ځلې" ترسره کولو منصوبه جوړه کړې ده. په خبرداري کې د ولس نه غوښتل شوي چې بېداره دې وسي.

په افغانستان کې د زیارت، پنجشنې، په ورځ د مزار شریف نه علاوه په سرښار کابل او کندز ولایتونو کې هم چاودنې شوي وې.

په کندز کې پر یو موټر چاودنه شوې وه. رسنۍ د طالب چارواکو له خولې وایي چاودنه پر هغه کوسټر شوې چې د هوایي میدان د ورکشاپ کارکوونکي یې وړل.

د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي منلې چې د طالبانو د پوځ د تکنیکي کارکوونکو موټر په نخښه شوی و. عابدي وایي چاودنه د بایسکل په وسیله شوې چې څلور تنه پکې وژل شوي او 19 ټپیان شوي دي.

په کابل کې چاودنه د شیعه مسلمانانو د اکثریت علاقه دشت برچي کې شوي چې درې دوه ماشومان یې زخمیان کړي دي.

د دې میاشت په شروع کې د کابل په دشت برچي کې دوو چاودنو لږ تر لږه اووه زدکونکي ووژل او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړل.

ای پي وايي داعش خراسان په کال 2014 کې په ختیځ افغانستان کې خپل مرکز قایم کړو او د دغه وخت راهسې یې د ځینیو خونړیو حملو مسولیت منلی دی چې پکې په یو سکول او د کابل د ماشومانو په هسپتال حملې شاملې دي. طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې د کال 2021 په حملو کې د 80 نه زیات کسان وژل شوي دي.

داعش خراسان د مارچ په میاشت کې په پېښور کې د شیعه مسلمانانو په جومات د ځانمرګي حملې ذمه واري هم په غاړه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي دي.

ای پي وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په بلوچستان کې د پاکستان یو پوځي عسکر د امنیتي ځواکونو په پوسټ د وسله والو په حمله کې ووژل شو. رپورټ وايي که څه هم د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په دغه سیمه کې داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان چې په افغانستان کې پناه ځایونه لري د حملې ذمه وارۍ منلي دي.

ای پي وايي پاکستان په افغانستان کې د وسله والو د پناه ځایونو په اړه تشویش څرګند کړی دی او د دې میاشت په شروع کې پاکستان د خپلې پولې سره نژدې په افغانستان کې هوايي بمباري وکړه چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښېګړې ادارې یونېسیف ویلي په بمبارۍ کې لږ تر لږه 20 ماشومان وژل شوي دي.

ای پي وايي پاکستان په رسمي ډول د حملې تصدیق نه دی کړی خو د طالبانو نه یې غوښتلي چې خپله خاوره دې حملو دپاره استعمالېدو نه نه پرېږدي.

یادونه: دا خبر د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوی دی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG